خوست ښار( پژواک، ٢٤ تله٩٢): په راتلونکو ټاکنو، د سولې،پخلاينې ،امن او ملي يووالي لپاره بايد د ټولنې هر قشر پياوړى رول ولوبوي.
داڅرګندونې نن د لوى اختر په دويمه ورځ دخوست ولايت د مېلمستون په ودانۍ کې په هغه ځانګړې غونډه کې وشوې، چې په کې سلګونو ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني بنسټونو، روغتياپالو، د ولايتي شورا غړيو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړى وو.
د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ديني عالمانو په خپلو خبرو کې له دولت سره د امنيت ، پرمختګ او د ثبات په ټينګښت کې د ولسونوهمکاري ستره اړتيا وبلله او له خلکو يې وغوښتل، چې په دې لاره کې خپل اسلامي او ملي وجايب ترسره کړي او له حکومت سره په ګډه داسې يوه فضا رامنځته کړي، چې د وينې تويېدنې او ورانکارۍ پرځاى هرې خواته بشپړ سکون او خوشالۍ وي.
دوى پر خلکو غږ وکړ، چې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټولټاکنو کې پراخه ګډون وکړي او خپل برخليک په خپله وټاکي.
يوه قومي مشر رسول ګل منګل وويل، چې په دغه ولايت کې د ټولټاکنو لپاره زمينه برابره ده او حکومت په تېره بيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون ددغې ملي پروسې لپاره نوره هم زمينه برابره کړې، تر څو خلک خپل د خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
ګډون کوونکو له وسله والو مخالفينو څخه هم غوښتنه وکړه، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي ، د سولې له روان بهير سره يو ځاى شي او په راتلونکوټولټاکنو کې دې د سياسي مبارزې په واسطه فعال سوله ييز ګډون وکړي.
د خوست والى عبدالجبار نعيمي هم له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې په ټولتاکنو کې فعاله ونده واخلي او هېچاته به اجازه ورنکړي، چې د ناامنۍ او درغلۍ له لارې دغه ملي بهير بدنام کړي.
هغه زياته کړه: (( موږ له رسنيو او ديني عالمانو څخه هم غوښتنه کوو، چې د ټاکنو د ارزښت په اړه خپل رول ولوبوي، ترڅو خلک په خپله خپل راتلونکى وټاکي.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن