چاريکار (پژواک ٢٥ تله ٩٢): د کاپيسا په کوهبند ولسوالۍ کې د دوو سيمه ييزو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو تر منځ دوامداره نښتې د ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
دغه نښتې د جمعيت اسلامي ګوند اړوند د دوو پخوانيو قوماندانانو ګل نظيم او ضابط وکيل ترمنځ له تېرې يوې مياشتې راهيسې پيل شوې دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دغو دوو قوماندانانو تر منځ نښتې د سيمې اوسېدونکي اندېښمن کړي او وېره څرګندوي چې که دا نښتې دوام وکړي، دوى به کډې کېدو ته اړ شي.
د يادې ولسوالۍ د درنامې سيمې اوسېدونکي ګل احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو قوماندانانو تر منځ د نښتو پر مهال له درنو او سپکو وسلو څخه کار اخيستل کېږي.
د هغه په وينا، درې اونۍ مخکې د دغو نښتو پر مهال د يوې کورنۍ درې مېرمنې ووژل شوې او تېره اونۍ له دواړو لورو د نښتې پر مهال درې نور کسان ووژل شول.
د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى خان اقا وايي، چې د يادو پخوانيو قوماندانانو تر منځ د دوامدارو نښتو له امله د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ شوې دي.
هغه پژواک ته وويل، چې د دغو نښتو له امله په سيمه کې ښوونځي، کلينيکونه او دوکانونه تړل شوي او خلکو ته نورې ستونزې هم پيدا شوې دي.
نوموړي زياته کړه: ((له کله راهيسې چې دا نښتې پيل شوې دي، خلک نه شي کولاى په ازاده په خپلو کروندو کې وګرځي او خپل کارونه وکړي.))
خان اقا وايي، چې له تېرو جګړو راهيسې له هغوى سره درنې او سپکې وسلې پاتې دي او حکومت هم په دې برخه کې هېڅ اقدام نه کوي.
د کاپيسا والي محراب الدين ساپى هم ياده ستونزه تاييدوي او زياتوي، چې خپلسرو وسله والو په کوهبند کې خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دوى هڅې پيل کړې چې د سيمې د قومي مشرانو په هلو ځلو د يادو قوماندانانو تر منځ ستونزه هواره او سوله وکړي.
د والي په وينا، د دغو قوماندانانو تر منځ پخوانۍ شخصي دښمنۍ پاتې دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال هم وايي، چې د يادو قوماندانانو تر منځ نښتو اندېښنې زياتې کړې دي.
هغه پژواک ته وويل، چې دوى له غير قانوني وسلو څخه کار اخلي او غواړي چې د سيمې امنيت له ګواښ سره مخ کړي.
دى وايي، چې پوليسو په دې برخه کې هلې ځلې پيل کړې دي.
ځايي چارواکي وايي، چې د دغو نښتو له امله په ياده ولسوالۍ کې د بيارغونې د پروژو مخه هم ډب کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP