کابل( پژواک،٢٥ تله ٩٢): د ګرجستان دفاع وزارت اعلان وکړ، چې ددې هېواد له ١٥٠ زيات سرتيري له افغانستان څخه وتلي دي.
دغه وزارت وايي، چې يادو سرتيرو له شپږو مياشتو راهيسې په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې دنده ترسره کوله.
د ګرجستان دفاع وزارت ويلي، چې له افغانستان څخه د دوى د ټولو سرتيرو د وتلو بهير به له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د روانې اونۍ ترپايه پورې بشپړ شي.
دغه پرېکړه وروسته تر هغه وشوه، چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې ددغه هېواد اووه سرتيري د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول.
ددغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غازه اخيستى و .
وروسته د ګرجستان دفاع وزيرایراکلی الاسانیا Irakli Alasania کابل ته راغى او له خپل افغان سيال سره يې ددغه بريد په اړه خبرې وکړې.
په هلمند کې د ګرجستان درې نور سرتيري د روان ميلادي کال په مۍ مياشت کې په ورته بريد کې ووژل شول . په ټوليزه توګه ددغه هيواد ٣٠ سرتيري په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
ګرجستان له دې مخکې په افغانستان کې ١٥٧٠ سرتيرې درلودل، چې په هلمند کې اوسېدل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP