مزارشريف (پژواک ٢٥ تله ٩٢): د بلخ ولايت د کرنې او مالدراۍ رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې مالداري په هر اړخيزه توګه پرمختګ کړی دی.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس د تلې په ۲۱مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د تېرو کلونو په پرتله، په دغه ولايت کې د څارويو له محصولاتو د ګټې اخيستنې، سوداګرۍ او درملنې په برخه کې خورا پرمختګ شوی دی.
نوموړي زياته کړه، په عمومي توګه په بلخ ولايت کې يو نيم ميليون بېلابېل ډوله څاروي ساتل کېږي.
د هغه په وينا، په دې برخه کې د پسونو ساتنه ډېره دود ده، چې د قرقُل په نامه پسونو يې د پوستکي له امله سوداګريز ارزښت هم لري.
شمس وويل: ((د جنګونو پر مهال او په ځانګړې توګه د طالبانو د دورې پر مهال د قرقل پسونو خورا زيان وليد، تر دې چې د طالبانو پر مهال د قرقل پسونو پر حلالولو باندې بنديز ولګېد، چې له همدې امله يې ساتنې ته مالدارانو زړه نه ښه کاوه.))
نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو کې د قرقل پسونو د نسل د ساتنې او د پوستکو سوداګرۍ په برخه کې ښه کارونه شوي دي.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د قرقُل پسونو د نسل ساتنې فارم په کار پيل کړی دی.
د کرنې او مالدارۍ رييس وويل، هر کال له بلخ ولايت څخه د قرقل ۷۰۰زره پوستکي بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.
نوموړي د څارويو لپاره د څښاک اوبو کمښت له ټولو جدی ستونزه وګڼله، چې دوی يې د حل کولو په هڅه کې دي.
د هغه په وينا، په بلخ کې په عمومي توګه کرنيزې اوبه کمې دي، چې د همدې کمښت له امله څاروي هم د اوبو له کمښت سره مخ دي.
خو شمس وويل: ((د مالونو لپاره د څښاک د اوبو د ستونزې د حل په موخه د خلم ولسوالۍ په خيراباد او خوش توت سيمو کې د غرونو له چينو څخه د پيپونو په مرسته د اوبو د راښکته کېدو پروژه د کار لاندې ده، چې په نږدې موده کې بشپړه شي.))
نوموړي د څارويو د درملنې په برخه کې وويل، چې د تېر په پرتله دولت دې برخې ته ډېره پاملرنه کړې ده.
شمس زياته کړه، د بلخ پر څوارلس ولسواليوسربېره، چې هره يوه کې يو دولتي حيواني کلينيک فعاليت کوي، د مالدارانو د اتحاديې له خوا د څارويو د درملنې ګرځنده طبي ډلې هم کار کوي، چې بېلابېلو سيمو ته سفرونه کوي.
همداراز په بلخ ولايت کې د شمال په کچه د څارويو د بيماريو د تشخيص ستر مرکز هم د جوړېدو په حال کې دى، چې ۸۰ سلنه چارې يې پر مخ تللې دي.
په ياد ولايت کې له حيواني محصولاتو څخه د ګټې اخيستنې په برخه کې هم ګټورې هڅې روانې دي.
شمس وويل، چې په دهدادي ولسوالۍ کې له پسونو څخه د وړيو د ترلاسه کولو فابريکې په کار پيل کړی، چې ورسره له وړيو څخه د تار جوړولو چارې هم په کې ترسره کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه پروژه دمګړۍ د ۴۰ مېرمنو له خوا پر مخ وړل کېږی، که چېرې يې فعاليت ښه وارزول شي؛ نو د بلخ په څوارلس ولسواليو کې به د وړيو د ترلاسه کېدو فابريکې په کار پيل وکړي.
همداراز په بلخ ولايت کې د بلخ لبنيات په نامه له حيواني محصولاتو څخه د ګټې اخيستنې فابريکه کار کوي، چې۴۹۰ مېرمنې په کې په منظمه توګه د حيواناتو د ساتنې په برخه کې په کار بوختې دي.
د هغه په وينا، دغه فابريکه د ۱۰زره ليتر شيدو د پروسس ظرفيت لري، چې دم ګړۍ پکې هره ورځ ۳زره ليتره شيدي پروسس کېږي او بېلا بېل خوراکي توکي برابروي.
شمس وويل، چې بلخ لبنيات د حيواناتو له شيدو څخه مستې، تروې، چکه، پنير، کوچ او داسې نور خوراکي توکي برابروي او بازار ته وړاندې کوي.
همداراز په بلخ ولايت کې د چرګانو د ساتنې او له محصولاتو څخه يې د ګټې اخيستنې چارې هم ښې پر مخ ځي.
د کرنې او مالدارۍ رييس شمس وويل، چې په بلخ کې د چرګانو د ساتنې ۲۴۱ فارمونه فعاليت کوي، چې په وړو فارمونو کې ۲۰۰ جرګان او په سترو کې يې تر ۵زره پورې جرګان ساتل کېږي.
همداراز د مرغانو د دانې فابريکې هم فعاليت کوي، چې په شپه او ورځ کې ۲۴ ټنه مواد برابروي، چې هر کال يې يو څه اندازه تاجکستان او ازبکستان ته هم صادرېږي.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې د شته امنيت او د عامو خلکو د ملاتړ په پايله کې که د مالدارۍ په برخه کې د روانو فعاليتونو ملاتړ وشي؛ نو لرې نه ده، چې د حيواني محصولاتو په برخه کې د هېواد اړتيا له همدغه ولايت څخه پوره شي.