Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل په ځانمرګي برید کې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ( پژواک ۲۶ تله ۹۲ ) : د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې د بهرنیانو دیوې ودانې مخې ته په شوي ځانمرګي برید کې دوه تنه وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.

داپيښه  د تلې په ۲۶مه، ماښام ته نږدې په شاوخوا پنځو بجو د جلال اباد پر لویه لاره د نهمې حوزې اړونده د ګمرک په درې لاري سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې ځانمرګی بریدګر په یوه کرولا موټر کې و، او د ګمرک درې لارې کې د بهرنیو وګړیو دیوه ودانۍ مخې ته یې د بهرنیانو له یوه کروزین موټر سره ځان جنګولی دی. 

هغه زیاته کړه چې په دې پيښه کې د بهرنیانو له مرګ ژوبلې معلومات نه لري، خو په چاودنه کې یو شمیر ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم ځانمرګی برید تاییدوی او وایي چې په دې پيښه کې دیوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي، یو ماشوم او درې ښځې ټپیانې شوي دي.

د عبدالقدیر په نامه یوه عیني شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه ،  چې ځانمرګی برید د ګمرک په درې لاري کې  د ( ګرین هاوس) په نامه پر هغې ودانۍ شوې چې بهرني وګړي پکې میشت دي. 

دی وایي چې دې پيښې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 په یاده ودانۍ کې میشت یو تن بهرني وګړي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل چې ځانمرګی برید په دروازه کې شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دوی پخپلو دفترونو کې پاتې شوي .

دغه تن وویل : (( موږ او نور بهرنیان په دې ودانۍ کې اوسیږو، نن پر موږ په دفتر کې ناوخته شو او که چیرې پخپل وخت تللي وای، نو کیدای شي زیانمن شوي وای.))

ددغه ودانۍ کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او په اسانه توګه څوک دننه نه شي تللی.

په کابل کې دایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وویل چې دیوه موټر په وسیله نن ناوخته په کابل کې ځانمرګی برید شوی دی.

سرچینې زیاته کړه چې په دې پيښه کې بهرنیو سرتیرو او بهرنیو  وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسلوالو طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په یاده سیمه کې یې د بهرنیانو پر یوه پوځي مرکز او پوځي کتار ځانمرګي بریدونه شوي او ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.