Language

د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې اته وسله وال وژل شوي

جلال اباد-اسعداباد (پژواک ٢٧ تله ٩٢): د نورستان او کونړ چارواکي وايي ، چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې اته وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو پرون د چپې درې ولسوالۍ په وتلې سيمه کې دوه ځلې بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو بريدونو کې د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دغو بريدونو کې پنځه طالبان وژل شوي، خو قوماندان يې نه دى په کې شامل.

بلخوا پرون په نورستان کې ولايت کې هم بې پيلوټه بريد شوى دى.

د نورستان والي محمدتميم نورستاني پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريد پرون سهار د نورستان د واما و لسوالۍ د ترينک په سيمه کې شوى دى.

دى وايي، چې په دغه بريد کې دوه وسله وال وژل شوي چې په کې يو د وسله والو مخالفينو سيمه ييز قوماندان هم شامل و.

والي تميم نورستانى وايي، چې پر وسله والو مخالفينو د بې پيلوټه الوتکې له لوري هغه وخت بريد شوى ، چې په سيمه کې يې پلټنه کوله.

نورستانى زياتوي، چې وړمه ورځ هم د نورستان په وانت وايګل ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه وسله وال وژل شوي وو.

د يادې پېښې په اړه وسله والو مخالفينو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ياده دې وي چې په نورستان ولايت کې تر دې مهاله لسګونه د بې پيلوټه الوتکو بريدونه شوي او ګڼو وسله والو او ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.