Language

دولت: په خوګياڼو کې ١٦ وسله وال وژل شوي

جلال اباد (پژواک ٢٨ تله ٩٢): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسې عمليات روان دي، چې په ترڅ کې يې تراوسه ١٦ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د تلې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا عمليات وروسته له هغه پيل شول، کله چې وسله والو مخالفينو د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو د سنګيالي په سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، سرحدي پوليسو ځوابي بريد وکړ او نښتې څو ساعته دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې ١٦ وسله وال ووژل شول.

د نوموړي په وينا، سيمې ته نور ملي پوليس او ملي اردو ځواکونه رسېدلي او په درېيو استقامتونو کې  يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې پر پوستې بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او څلور ژوبل دي.

هغه د دوو طالبانو د وژل  کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو پخلى وکړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.