Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فيض اباد (پژواک ٢٨ تله ٩٢): د بدخشان د ولايتي شورا مشر وايي، چې په خواهان ولسوالۍ کې د کافي درملو او د ډاکټرانو د نه شتون له امله ديارلسو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

 مولوي عبدالحى طيبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې يې له خواهان ولسوالۍ ليدنه کړې او ورته معلومه شوې ده، چې دغو ماشومانو د يوې نيمې مياشتې په موده کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

 هغه زياته کړه، چې دغو ماشومانو بېلابېل عمرونه درلودل او د سيلدان او حوض شاه په کليو کې يې ژوند له لاسه ورکړى دى.

د ولايتي شورا د مشر په وينا، يادې سيمې سړې سيمې دي او دغو ماشومانو ، د ټوخي او سينه بغل ناروغيو له امله، ژوند له لاسه ورکړى دى.

 مولوي طيبي وويل: ” يادې ولسوالۍ ته په تلو سره، د خلکو له لاريون سره مخ شوم او خلکو شکايت وکړ، چې ولې يې استازي دغو ستونزو ته لاسرسى نه کوي.”

 نوموړي زياته کړه، چې درې کاله وړاندې په خواهان ولسوالۍ کې د ٤٤٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت يو روغتيايي مرکز رغول شوى، خو د بې کيفيته توکو د استعمال له امله بيرته د ويجاړتيا په حال کې دى او يواځې يو نرس لري او د  درملو درک پکې هم نه لګيږي.

د ولايتي شورا مشر زياته کړه، چې د خواهان ولسوالۍ ٣٢ زره تنه نفوس لري او د راغ ها له سيمې، کوفاب ولسوالۍ او تاجکستان سره ګډه پوله لري.

 د بدخشان د عامې روغتيا مشر ډاکټر نوراحمد خاوري، په دغې ولسوالۍ کې روغتيايي ستونزې مني، خو وايي، چې د ماشومانو له مرګ ژوبلې نه دي خبر شوي.

 نوموړي د روغتيايي مرکز له ويجاړېدو هم بې خبري څرګنده کړه او پژواک ته يې وويل، چې په ياده سيمه کې له ډاکټر او درملو سره يو کلينيک شتون لري او خلکو ته خپل خدمتونه وړاندې کوي.

 ډاکټر خاوري زياته کړه، چې ډېر ژر به د بدخشان له مرکز فيض اباد ښار څخه يو روغتيايي پلاوى، خواهان ولسوالۍ ته ولېږي، چې دغه موضوع وڅېړي او خپل راپور د عامې روغتيا رياست ته وسپاري.

 د ويلو ده، چې د ١٣٩٠ هجري کال په ژمي کې هم ٢٢ ماشومانو، د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې د سينه بغل ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړى وو او لسګونه نور ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.