Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات ولايتي شورا ته ځينو کانديدانو جعلي شهادتنامې جوړې کړي

هرات ښار (پژواک ٢٨ تله ٩٢): د هرات د پوهنې رياست وايي، چې د ولايتي شورا يو شمېر کانديدانو د دوولسم ټولګي جعلي شهادتنامې جوړې کړې دي.

د دغه ولايت د پوهنې رييس بصير اروين طاهري د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا لپاره ١٦ تنو کانديدانو د دوولسم ټولګي جعلي اسناد جوړ کړي دي.

هغه د يادو کانديدانو نومونه په ډاګه نه کړل، خو ويې ويل چې دغه کانديدان زورور يا هم شتمن دي او په بېلابېلو وسيلو يې جعلي اسناد ترلاسه کړي دي.

په هرات ولايت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د رسنيو مسوول محمد طارق ارين هم پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په دې اړه راپورونه ترلاسه کړي، خو زياتوي چې تر اوسه په دې اړه چا رسمي شکايت نه دى کړى.

نوموړي هغه اوازې هم رد کړې چې د دغه ولايت ولايتي شورا لپاره کانديد شوي ٧٠ کسان له لېست څخه ايستل شوي دي.

دى وايي، چې د دغه ولايت د ولايتي شورا لپاره د کانديدانو اسناد کابل ته د پلټنو لپاره لېږل شوي او وايي هېڅوک په جعلي اسنادو نه شي کاندېدلى.

د هرات ښار يوه اوسېدونکي شاه محمد پژواک اژانس ته وويل، چې په جعلي اسنادو بايد چا ته د کانديدۍ اجازه ورنه کړل شي.

هغه زياته کړه: ((دوى چې له اوس څخه په جعلکارۍ پيل وکړي، بيا چې وکيلان شي، نو د ولس د خدمت پر ځاى پر فساد لاس پورې کوي.))

د هرات ولايتي شورا ۱۹ غړي لري چې پنځه يې ښځې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر د معلوماتو له مخې، دغو څوکيو تر ١٧٨ کسانو ځانونه کانديد کړي چې ٣٣ يې مېرمنې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.