غزني ښار (پژواک ۲۸ تله ۹۲): چارواکې وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د نښتو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او يوبل ژوندی نيول شوی دى.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل، چې د اندړو ولسوالۍ د خانې بابا په سيمه کې دوه وروڼه چې د غزني په ښارکې موټرپلورنځی لري، وتښتوي.
هغه زياته کړه، چې د دغو وروڼو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې وروسته د ملي اردو سرتېري هم سيمې ته ور ورسېدل او له طالبانو سره په نښته کې ښکېل شول.
سلطاني وويل، چې په دې نښته کې ياد وروڼه ټپيان او دوه وسله وال طالبان وژل شوي وو ، چې ټپيان د ملي اردو سرتېرو له خوا روغتون ته ولېږدول شول.
د نوموړي په وينا، شېبه وروسته د دې ولسوالۍ په بله سيمه کې هم د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې له امله يې دوه طالبان ووژل شول او يو يې ژوندى ونيول شو.
د يادو وروڼو د کورنۍ يوه غړي نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبانو له دوى څخه د شپې د پاتې کېدو لپاره ځاى غوښتى و، خو کله چې هغوى دروازه خلاصه کړې وه، طالبانو پرې ډزې کړې دي.
په غزني کې د نثار په نوم د خصوصي روغتون يو داکټر وايي ، چې دوی ته د شپې دوه ټپيان ور وړل شوي ،چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.