کندهار-لښکرګاه-هرات-جلال اباد (پژواک ٢٨ تله ٩٢): زرګونو هېوادوالو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له کومې وېرې پرته د لوى اختر په مېلو او خوښيو کې ګډون وکړ.
د روان لمريز کال د تلې په ٢٣مه د لوى اختر لومړۍ ورځ وه او د دغه اختر مېلې اوس هم په ځينو سيمو کې لا روانې دي.
په کندهار ولايت کې زرګونو ځوانانو د لوى اختر ورځې په مېلو او خوښيو ولمانځلې.
د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند، په ارغنداب ولسوالۍ کې د بابا صاحب زيارت او په ډنډ ولسوالۍ کې د ابراهيم خليفه بابا زيارت او رېګ سيمه هغه مېله ځايونه وو، چې د نورو په نسبت په کې د مېله والو ګڼه ګوڼه زياته وه.
د کندهار ښار د کابل دروازې يوه اوسېدونکي عبدالواسع هڅيال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چې د پخوا په پرتله اوس د کندهار ولايت امنيت ښه شوى، ورسره سم د اخترونو پر مهال مېلو هم زور اخيستى دى.
هغه زياته کړه، څو کلونه وړاندې چې دلته د نا امنۍ پېښې زياتې وې، نو پر مېلو يې سيورى غوړولى و، خو اوس ورځې تر بلې حالت بدلېږي.
د نوموړي په وينا، سږنى لوى اختر زرګونه ځوانان د دهلې بند تفريحي پارک، د بابا صاحب زيارت پارک او د ابراهيم خليفه بابا زيارت ته ولاړل او له نورو سره په ګډه يې د لوى اختر خوښي ولمانځلې.
دى وايي: ((په دغو مېلو کې ګڼ شمېر ځوانان بېلابېلې سيمه ييزې لوبې لکه غېږ نيول، خوسى، درنه خط او نورې کوي، دغه راز ځيني ځوانان سيمه ييزې موسيقۍ (دريا او جاپاني) ته را ټول وي او ځيني نور بيا له خپلې خوښۍ سره سم بېلابېلې بوختياوې لري.))
د کندهار ښار يوه بل ځوان محمداجمل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نورو کلونو په پرتله يې سږنى لوى اختر په خوشحالۍ لمانځلى دى.
هغه زياته کړه: ((د اختر په لومړۍ ورځ په په خپل کور کې په قربانۍ بوخت وم، د اختر په دويمه ورځ له خپلو لسګونو ملګرو سره يو ځاى د دهلې بند ته ولاړو، له ځانونو سره مو خوراکي توکي وړي وو، هلته مو خېمې ووهلې زموږ ځينو ملګرو اشپزي کوله او نورو بيا بېلابېلې سيمه ييزې لوبې کولې او تر دوو شپو تېرولو وروسته بېرته خپلو کورونو ته راغلو.))
د نوموړي په وينا، پخوا يې په ډاډه زړه مېلې نه شواى کولاى، خو اوس چې يو څه حالات ښه شوي، نو دوى کولاى شي د مېلو لپاره بېلابېلو ولسواليو ته سفرونه وکړي او اخترونه په خوښيو ولمانځي.
د دې تر څنګ په کندهار ښار کې هم د تنکيو ځوانانو او ماشومانو د خوښيو په خاطر بېلابېل مراسم جوړ شوي وو.
د کندهار ښار په جاده، غازي پارک او يو شمېر نورو سيمو کې ګڼ ځوانان ليدل کېدل، چې ځينې يې د هګيو په جنګولو، د کنسرتونو په ننداره او نورو لوبو بوخت وو.
د کندهار ښار د دويمې ناحيې يوه اوسېدونکي نذيراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا اختر يې وخت ښه تېر شو.
هغه وويل: ((دا ځل د کندهار ممثلينو د پښتونخوا د ممثلينو سره يو ځاى يو هنري فلم جوړ کړى و او په غازي پارک کې يې نندارې ته وړاندې کړى و، چې ګڼ ځوانان يې ليدلو ته راتلل.))
دى وايي، د دې تر څنګ په ځينو ځايونو کې د موسيقۍ پروګرامونه هم جوړ شوي وو، چې د اختر په ورځو کې د ځوانانو لپاره لويه بوختيا وه.
په خپله د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق هم د لوى اختر په دويمه ورځ پنجوايي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې له سلګونو هغو ځوانانو سره وليدل، چې مېلو ته راغلي وو.
جنرال عبدالرازق پژواک اژانس ته وويل، چې د لوى اختر په مناسبت يې کلک امنيتي تدابير نيولي وو او په دې برخه کې ورسره د کندهار اوسېدونکو ډېره مرسته کړې ده.
دغه راز د کندهار په ګاونډ هلمند ولايت کې هم د لوى اختر ورځې پر بېلابېلو دوديزو مېلو پرته له امنيتي پېښو ولمانځل شوې.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او كلتور رييس عليشاه مظلوميار پژواك ته وويل، چې په نېكمرغه لوى اختر كې د دغه ولايت د مركز لښكرګاه په ګډون په بېلابېلو ولسواليو كې ځوانانو دوديزې مېلې وشوې.
نوموړي زياته کړه، چې په همدې ورځو امنيتي ارګانونو كلك امنيتي تدابير نيولي وو چې په ترڅ كې يې پرته له كومې امنيتي پېښې د اختر مراسم ترسره شول.
د ده په خبره، په لښكرګاه كې په د بېلابېلو تفريحي پاركونو تر څنګ چې ځوانانو په كې ناسته ولاړه كوله، غېږي يې ايستلې، د ټالونو او موسيقۍ پروګرامونه په كې په لاره اچول شوي وو.
مظلوميار وويل، د اختر په دريمه شپه يې په لښكرګاه كې د هلمند صالون په نوم يوه هوټل كې دوه وتلي سندرغاړو انيل بخش او محمد شفيع كنسرت وركړ چې سلګونه ځوانانو او دولتي چارواكو په كې برخه اخيستې وه.
د ده په خبره، دغه راز د ګرشك سيد تاجدار اغا زيارت، د ګرمسېر په امير اغا او د لښكرګاه په بست كلا او دغه راز په مارجي ولسوالۍ كې هم دوديزې مېلې ترسره شوې.
نوموړي وويل په دغه مېلو كې د هګيو جنګول، غېږ نيول، ډبرې غورځول او د موسيقۍ پروګرامونه په لاره اچول شوي وو چې پر مهال يې امنيتي ځواكونو كلك امنيتي تدابير نيولي وو.
د لښكرګاه يوه اوسېدونكي علم ګل پژواك اژانس ته وويل، د بست كلا، د هلمند د سيند تر غاړي د ملت د بابا او ميرويس نيكه تفريحي پاركونو ته د مېلو لپاره تللى و.
هغه زياته کړه، چې لښكرګاه ته د ولسواليو تر څنګ د كندهار ولايت او د پاكستان د كوېټې له ښار څخه هم ځوانان راغلي وو او په دوديزو مېلو كې يې برخه واخيسته.
همدا راز د ګرشك ولسوالۍ د هدايت الله په نوم پژواك اژانس ته يوه ځوان وويل، د سيد تاجدار اغا په نوم سيمه كې چې ډېر لوى پارك لري او په ونو پوښلي سيمه ده نارينه او ښځينه په خپل نوبت سره مېلې په كې كوي.
ده زياته كړه، چې پوليسو ډېر كلك امنيت ټينګ كړى او هر ځاى يې تلاشۍ كولې چې له امله يې كومه امنيتي پېښه رامنځته نه شوه.
دغه راز د هېواد په لوېديځ هرات ولايت کې هم د خلکو تر منځ د مېلو دود عام دى او خلک تفريحي ځايونو ته وځي.
له دغو سيمو تخت صفر، ملت بڼ، ترقي پارک، پول پشتون، پول مالان، شيدايي بڼ، کرخ او داسې نورې سيمې د اختر ورځو تر څنګ د جمعې په ورځو او نورو رخصتيو کې خلک د ساعت تېرې لپاره ورځي.
له هلمند څخه راغلي سيداحمد پژواک اژانس ته وويل، چې د اختر په دويمه ورځ له څلورو نورو ځوانانو سره د تفريح لپاره راغلی دی.
هغه زياته کړه، چې په هرات ښار کې د تفريح لپاره ښه ځايونه شته او د دوى په کې ښه ساعت تېر شو.
دى وايي: «زه خوښ شوم چه هېواد کې مو دومره ښکلي بڼونه لري، ما له ملګرو سره هرات کې درې ورځې تېرې کړې دومره خوښ ساعت مې لاره چه دا درې شپې لکه درې ساعته راباندې تېرې شوې.))
دغه راز د هرات له غوريانو ولسوالۍ څخه ۳۳ کلن نورګل، چې له خپلې کورنۍ سره يو ځای ښار ته راغلی و، پژواک ته وويل، پر تفريحي ځايونو سربېره يې د لرغونو کلاګانو او زيارتونو کتنې ډېر خوند ورکړی دی.
هغه زياته کړه: «ما د اختيارالدين کلا له نږدې نه وه کتلې، خو اوس مې وليدله، په ننداره يې ما ډېر خوند واخيست.))
دغه راز د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار او په بېلابېلو سيمو کې د اختر مېلې جوړې شوې دي.
د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي او امير شهيد بڼ او نورو سيمو کې جوړو شوو مېلو ته زرګونه ځوانان او ماشومان راغلي وو.
د عبدالرقيب په نامه يوه ځوان پژواک ته وويل، ډېر خوښ دى چې د اختر د ورځې خوښي او مېلې له کومې امنيتي ستونزې پرته ترسره شوې.
خو هغه ګيله وکړه، چې ښاروالۍ پر مېلو کنټرول نه ساتي او دوکانداران په ډېره ګرانه بيه توکي خرڅوي.