کابل ( پژواک ۲۹ تله ۹۲ ) : دافغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې په بهرنیو هیوادونو میشتو افغان کډوالو ته دولسمشرۍ د ټولټاکنو پر مهال درایو د حق پر ورکولو غور روان دی.
د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د تلې په ۲۹مه، ملي تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په دې اړه یې له ارګ او بهرنیو چارو وزارت سره خبرې پیل کړې دي.
هغه زیاته کړه چې په بهرنیو هیوادونو کې افغان کډوالو ته درای د حق ورکولو باندې غور روان دی او که دې کار لپاره بودیجه ترلاسه شوه، نو دوی به دغه کار ترسره کړي.
د نور محمد په وینا، اوسمهال په پاکستان، ایران، هندوستان، امریکا او اروپایی هیوادونو کې میلیونونونه افغانان میشت دي او که امکانات برابر شي، دوی به دغو افغانانو ته درایو حق ورکړي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په ۱۶مه، ترسره شی. دولسمشرۍ ټاکنو ته ۲۷ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
دیادونې د ۲۰۰۴ زیږدیز کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې په بهرنیو هیوادونو کي میشتو افغان کډوالو ته د رایو حق ورکړل شوی و، خو تر هغې وروسته په نورو ټاکنو کې دا حق ورنکړل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP