Language

امنيتي چارواکي : په خوګياڼو ولسوالۍ کې  مو سرحدي پوليسو ته اکمالات ورسول

 جلال اباد، کابل (پژواک٢٩ تله ٩٢):د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي،چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې يې سرحدي پوليسو ته اکمالات رسولي دي.

 ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د تلې په ٢٩مه په يوه خبري کنفرانس کې وويل ، چې تېره ورځ يې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې سرحدي پوستو ته اکمالات کول، چې د وسله والو له کمين سره مخ شو او څو ځايه نښته رامنځته شوه.

 هغه زياته کړه ، چې دغه کاروان پرون سهار وختي د جلال اباد له مرکز څخه روان شوی و،چې د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي په سيمه کې د وسله والو طالبانو له سختو کمينونو سره مخ شو، چې وروسته سخته نښته رامنځته شوه.

 ده وويل: (( زه او ورسره نور امنيتي کسان په خپله ورغلو او د وسله والو فعاليت مو شڼد کړ.))

قوماندان شېرزاد وايي، چې سرحدي پوليسو ته اکمالاتي کاروان تېره شپه ناوخته رسيدلى دى.

 دى وايي ، چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې ګڼ شمير وسله وال يې وژلي دي، خو تر اوسه پورې يې دوى ته کره شمېره نه ده معلومه.

 نوموړى وايي، چې له نيم ساعت سختې جګړې څخه وروسته د وزيرو په تنګي کې د وسله والو کمينونه مات شول او يو شمېر يې شاتګ ته مجبور شول.

 خو د لومړي نمبر سرحدي زون يوه چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل ، چې په نښته کې ١٩ وسله وال وژل شوي دي.

 د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شيرزاد وايي ، چې کله هم د دوى کاروان د پاکستان سرحد ته نږدې کيږي، نو يو ځل بيا د وسله والو له کمين سره مخ شول ، چې د نښتې په پايله کې لس  وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان  دي.

دى وايي: (( هلته مو سم د واره چاڼيز عمليات هم وکړل او ټوله سرحدي سيمه مو له وسله والو پاکه کړه، په سرحد کې يوه ډېره لوړه پوسته ده ، چې موږ هغې ته هم اکمالات وکړل او هغوى ته مو پرسونل هم زيات کړ.))

 د ننګرهار امنيه قوماندان زياتوي چې د ننګرهار د امنيتي وضعې د ښه کېدا په موخه يې ګڼ امنيتي پلانونه په لاره اچولي او ټول به عملي کړي.

 بلخوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په پرونۍ نښته کې يې نهه امنيتي کسان وژلي او دېارلس يې نور ټپيان کړي دي.

دى په ياده نښته کې د خپلو اوو ملګرو مرګ ژوبله هم تاييدوي.

د يوه بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې د ځانمرګو بريدونو چمتو کوونکى له درې ملګرو سره يو ځای ژوندی نيول شوى دى .

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک ته وويل چې ياد کسان تېره شپه په نرخ ولسوالۍ  کې د ګډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

 د نوموړي په وينا، دغه راز تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې ملاعبيدالله چې په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو نظامي قوماندان وژل شوی دی .

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.