Language

په کونړ کې د سلفي ډلې يو قوماندان ووژل شو

اسعداباد (پژواک ٢٩ تله ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د سلفي ډلې د يوه قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د ماڼوګي ولسوال عبدالمرجان عادل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالۍ په کلايګل سيمه کې امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد وکړ.

ده زياته کړه، په دغه بريد کې د سلفي ډلې مهم قوماندان دوران چې په دعوت مشهور و، د هغه ورور مولوي قياس او يو بل تن ووژل شول.

د ياد قوماندان يوه ملګري د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته د دوران وژنه تاييد کړه او زياته يې کړه، چې د نوموړي غايبانه جنازه هم ترسره شوې ده.

سلفي ډله په کونړ ولايت کې له وسله والو طالبانو سره يو ځاى د حاجي حيات الله په مشرۍ د دولت ضد وسله وال فعاليت کوي.

په افغانستان کې د سلفي ډلې بنسټ شيخ جميل الرحمن ايښى، چې په ١٩٩١زېږديز کال پاکستان کې د يوه عرب وسله وال په ډزو ووژل شو.

حاجي حيات الله د شيخ جميل الرحمن وراره دى.

 

Related Topics