Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يوه پوليس خپله مور ووژله

کندوز(پژواک ٣٠ تله ٩٢): د کندوز ولايت ځايي چارواکي وايي، چې يوه پوليس خپله مور  پر ډزو ووژله .

دا پېښه نن سهار اته بجې د کندوز د خان اباد ولسوالۍ په درېيمه ناحيه کې شوې ده.

د خان اباد سرپرست ولسوال قدرت الله ساپى وايي، چې ١٨ کلن شېرين اغا نوى د امنيه قوماندانۍ د پوليسو ليکو ته داخل شوى و او خپله مور يې د کلاشينکوف پر ډزو په خپل کور کې وژلې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليس له ساحې تښتېدلى، خو نور پوليس هڅه کوي ، چې قاتل پوليس پيدا او قانون ته يې وسپاري.

ساپي زياته کړه، چې دغه پوليس د خان اباد امنيه قوماندانۍ د سکرټر په توګه دنده اجرا کوله، خو په ورته وخت کې بيا د مقتول کورنۍ وايي، چې شېرين اغا عصبي تکليف درلود او د مور وژنې علت يې هم همدا دى.

خو د خان اباد سرپرست ولسوال وايي، چې د پوليسو ليکو ته د داوطلبو ځوانانو د جلب او جذب پر مهال بايد د جذبېدونکو روغتيايي حالت وکتل شي.

هغه زياته کړه، چې لا هم د وژنې علت نه دى معلوم او د پوليسو له څېړنو وروسته به څرګند شي.

دا په روان کال کې په کندوز ولايت کې د ښځو د وژنې ١٤مه پېښه ده، چې د ښځو چارو په رياست کې ثبتېږي.

تېره اونۍ هم د کندوز ولايت  په  بند امام صاحب سيمه کې يوه ښځه د خپل خاوند له خوا ووژل شوه او خاوند يې وتښتېد.

د کندوز د ښځو چارو رييسه نادره ګياه وايي، چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ورځ تر بلې زياتېږي، بايد چې عاملين يې ژر تر ژره  مجازات شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.