چاريکار (پژواک ٣٠ تله ٩٢): د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په يوه بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د سياه ګرد ولسوال محمد سعيد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دولت وسله والو مخالفينو د يادې ولسوالۍ د مرکز اړوند په قلعه کهنه سيمه کې د ملي اردو پر يوه اډه د هاوان مرمۍ توغولې، چې ياده مرګ ژوبله په کې رامنځ ته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د دولت وسله وال مخالفينو د سياه ګرد ولسوالۍ په ځينو سيمو کې له تېرو پنځو ورځو راهيسې د پروان- باميانو لويه لار بنده کړې ده.
صديقي وويل، چې د لارې د پرانيستلو لپاره هڅې روانې دي او په هغو نښتو کې، چې له پرون ورځې راپه دېخوا د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ په ازغر، سيدان او د ولسوالۍ په شاوخو سيمو کې روانې دي او وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو ده ته د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.
خو د پروان امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير لطف الرحمن رشاد وايي، چې په دغو نښتو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP