جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د ښارپاکونې څو ورځنى کمپاين د ښاروالۍ، مدني ټولنو او يو شمېر ځوانانو په ملتيا د لړم په لومړۍ پيل شو.
په دغه کمپاين کې د جلال اباد ښار لسګونو ځوانانو، پوليسو، ترافيکو، د مدني ټولنو استازو او د ښاروالۍ کار کوونکو برخه اخيستې چې په ترڅ کې به يې ټول ښار پاک او هغه په لاسي کراچيو پلورونکي چې د ښار لارې او واټونه يې بند کړي په خپلو ټاکلو ځايونو کې به يې ځاى پر ځاى کړي.
د ننګرهار د ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي ادارې له لوري په جلال اباد کې د ښار پاکولو لپاره يو ګډ کمېسيون جوړ شوى چې په کې د مدني ټولنو د استازو سربېره، د پوليسو استازي، د ترافيکو استازي، ځوانان، د اصنافو استازي او د ښاروالۍ کار کوونکي شامل دي.
هغه زياته کړه، چې دغه کمپاين يې په دې موخه پيل کړى چې په ښار کې ګڼه ګوڼه زياته شوې او ټول واټونه لاسي کراچيو بند کړي دي.
ده وويل: ((بل ټول ښار هم کثافاتو نيولى دى موږ هڅه کوو چې ښار پاک کړو او خلکو ته يو پيغام ورکړو چې د ښار پاکوالى د خپل صحت خيال ساتل دي.))
نوموړى پر ټولو ښاريانو غږ کوي، چې په ياد کمپاين کې دې ورسره ونډه واخلي او ښار دې پاک کړي.
د ښاروالۍ مرستيال وايي، يو شمېر کسان شته چې پيسې اخلي او لاسي کراچيو پلورونکو ته يې د واټونو پر سر د پلور اجازه ورکړې ده چې دوى يې وروسته له دې نه پرېږدي.
نوموړى وايي، چې اوس يې جدي اقدام کړى او ډېر ژر به ټول ښار پاک او واټونه خلاص کړي.
د جلال اباد د دوکاندارانو د اتحاديي مرستيال حاجي عزيز الرحمان عرب پژواک اژانس ته وويل، دوى په پلان کې لري چې څو اونۍ وروسته يو ځل دا ډول کمپاين د ښار د پاکولو په خاطر وکړي.
دى وايي: ((اختر تېر شوى و، ښار هم ډېر کثيف شوى و او بله دا چې ټولې عمومي جادې بندې شوې دي، موږ يې د پاکولو لپاره راوتي يو.))
د ملي پوليسو سرتېرى غلام سخي وايي، چې نن يې د ښار پاکولو په کمپاين کې په دې خاطر ونډه اخيستې چې ښار له کثافاتو پاک او هغه جادې چې بندې دي، خلاصې کړي.
نوموړي وويل: ((بايد هر کس په دغه کمپاين کې ونډه واخلي او ښار خپل کور وګڼي.))
غلام سخي وايي، چې پر لاسي کراچيو د توکو پلورونکي چې د واټونو پر سر ولاړ دي خپلو ټاکلو ځايونو ته بيايي او هلته ورته د پلور ځايونه برابروي.
ترافيک پوليس حضرت علي پژواک اژاسن ته وويل، چې په ښار کې د ترافيکو درېدل او يا هم ګڼه ګوڼه يوازې او يوازې د لاسي کراچيو پلورونکو جوړه کړې ده.
دى وايي، که چېرې لاسي کراچۍ خپلو ځايونو ته ولاړې شي نو بيا به په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي.
نوموړي زياته کړه: ((هره ورځ لاره بنده وي، په ساعتونو ساعتونو ترافيک جام وي.))
ياده دې وي چې هره ورځ په جلال اباد ښار کې په ساعتونو ساعتونو واټونه د ترافيکو پر مخ تړل شوي وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP