Language

د پروان- باميان لويه لار د ترافيکو پر مخ  خلاصه  شوه

چاريکار(پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د پروان–باميان لويه لاره، چې له تېرو شپږو ورڅو راهيسې د نښتو او وسله والو مخالفينو له خوا د ډبرو اېښودو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار بېرته پرانيستل شوه.

دې لويې لار پروان د دغه ولايت د شينواري، سياه ګرد، سرخ پارسا او شيخ علي له ولسواليو سره نښلولى او هره ورځ پرې ګڼ کسان تګ راتګ کوي.

د پروان د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديرسمونوال لطف الرحمن رشاد نن (د لړم لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده لاره د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او سيمه ييزو پوليسو په ګډو عملياتو کې بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د افغان ګډو ځواکونو د عملياتو په پايله کې وسله وال طالبان د دې لارې پرېښودو ته اړ شول او بېرته خپلو پټنځايونو ته وتښتېدل.

په ورته وخت کې د شېخ علي ولسوال نوراقا سميع هم د دې پخلى وکړ، چې وسله والو مخالفين له مرکز نه خپلو سيمو ته تللي دي.

د باميانو اوسېدونکى سيد عبدالميتن چې نن سهار د دې لارې له خلاصېدو سره سم چاريکارو ته راغلى، پژواک ته وويل، چې پر دې لارې د راتلو پر مهال له هېڅ ستونزې سره نه دى مخ شوى.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.