جلال اباد(پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بمبار په ترڅ کې د دولت ١٢ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازديګر ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ د انبار خانې په غرونو کې د ځانګړو ځواکونو له لوري عمليات شوي چې په ترڅ کې يې هوايي بمبار هم شوى دى.
نوموړى وايي، چې د بمبار له امله شپږ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه: ((وروسته بيا د ځانګړو ځواکونو له خوا د انبارخانې په کلي کې ځمکني عمليات هم شوي چې په ترڅ کې يې لس شکمن کسان نيول شوي دي.))
نوموړى وايي، چې د عملياتو په پايله کې د وسله والو مخالفينو يو سرګروپ قاري عمر وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
د مشرقيوال په وينا، په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى ا وښتى
د انبارخانې اوسېدونکي قاري جلال پژواک اژانس ته وويل، چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې نيول شوي عام وګړي دي.
دى وايي، چې نيول شوو کسانو کې يوه يې هم له وسله والو سره اړيکې نه درلودې.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې تېر مازديګر يې پر ګډو امنيتي ځواکونو بريد کړى چې پنځه تنه يې وژلي او اوه نور ټپيان دي نوموړي د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو خبر هم مني.
ياده دې وي چې تېره شپه هم د ځانګړو ځواکونو له لوري د بټي کوټ په انبارخانې کې عمليات شوي وو چې په کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو.