کابل ( پژواک د لړم لومړۍ ۹۲ ) : د امریکا ددفاع وزیر وایي ، څومره چې ژر کیدای شي افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک کیدو سره به له ناټو سره په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ وروسته د نوي ماموریت پلانونو ته وروستی شکل ورکړل شي.
د امریکا ددفاع وزیر چک هیګل دغه څرګندونې دلړم په لومړۍ نیټه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته دیوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه په دې خبري غونډه کې وویل چې ددغه سازمان د وړتیاوو او همکاریو زیاتولو ترڅنګ افغانستان د ناټو ددفاع وزیرانو ددوه ورځنۍ غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وو.
هیګل زیاته کړه چې ددې غونډې په دویمه ورځ ناټو له خپل ایساف همکارانو سره یو ځاي په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او نوي ماموریت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
د نوموړي په وینا، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو دسرتیرو پاتې کیدل دافغان حکومت لخوا رسمي منظورۍ ته اړتیا لري.
دامریکا ددفاع وزیر وویل چې دې کار لپاره له افغانستان سره د امریکا د امنیتي تړون ترڅنګ ناټو د خپلو ځواکونو دشتون په اړه هم له افغانستان سره تړون لاسلیک کوي..
هغه زیاته کړه : (( دغه اړتیاوې به ډیر ژر پوره شي.))
چک هیګل په ټولیزه توګه د ناټو ددفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه مثبت وارزولو او زیاته یې کړه چې په ترڅ کې یې ګټورې خبرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP