Language

ښرنه _ غزني – کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): په پکتيکا کې د يوه ښوونځي د جوړېدو کار پيل شو او په کابل کې د ناصر خسرو بلخي ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه.

د پوهنې وزارت د رسنيو له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل ښار کې د ناصر خسرو ښوونځي ودانۍ په دوو پوړو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

سرچينه وايي، ياد ښوونځى ١٦ درسي او ٨ اداري خونې لري او ٥٠٠٠ زده کوونکو ته په کې خوندي تدريسي چاپېريال برابر شوى دى.

خبرپاڼه زياتوي، د ښوونځي پر ودانۍ ١٤،٥ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او پيسې يې د امريکا متحده ايالاتو ورکړې دي.

له بلې خوا د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په مرکز ښرنه کې د حضرت بلال په نوم د ښوونځي د جوړېدو چارې د ١٣،٢ ميليونو افغانيو په لګښت، چې د نړيوال بانک له لوري ورکول کېږي، په نهو مياشتو کې به بشپړې شي.

د ځاځي په وينا، ياد ښوونځى، چې ١٥٠٠ زده کوونکي لري، په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول په يونيم جريب ځمکه جوړېږي،١٤ درسي خونې او نورې اسانتياوې به ولري.

د دې يوه زده کوونکي عبدالرووف پژواک ته وويل، د ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو سره به يې د درسي خونو د کمښت ستونزه هواره شي.

هغه زياتوي، اوسمهال د څښاک د اوبو او تشنابونو له نشتوالي سره مخ دي، چې دې کار زده کوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

د يو بل خبر له مخې، د غزني ښار د پاکولو لپاره د ناروې موسسې په مرسته سل کسه کارګر په دندو وګومارل شول.

په غزني کې د ناروېژن د ولايتي دفتر مشر نور ولي رووفي پژواک ته وويل، هر کارګر ته به د مياشتې ٥٠ کيلو غنم، ٥ کيلو غوړي او نور خوراکي توکي ورکوي.

هغه زياتوي، دا بېوزله کسان دي، چې له يوه لوري به ورته د کار زمينه برابره شي او له بل لوري به د ښار چاپېريال پاک وساتل شي.

د غزني ښاروال فريدون احمدي پژواک ته وويل، ناروېژن او پاملرنه هغه موسسې دي، چې له دوى سره يې په هره برخه کې زياتې مرستې کړې دي.

هغه زياته کړه، د لړم مياشتې په وروستيو کې د ٢٠١٣ کال وروستي مراسم پر ځاى کېږي؛ له همدې امله دا اړتيا شته، چې ښار او چاپېريال پاک وساتل شي.

غزني د ٢٠١٣زېږديز کال په وروستيو کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ او تمدن پلازمېنه په نوم نومول کېږي. لومړي مراسم يې د وري په مياشت کې ترسره شول.