Language

کاپيسا کې د دوو طالب ډلو ترمنځ نښته کې درې تنه وژل شوي

چاريکار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): په کاپيسا ولايت کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو  ترمنځ نښته کې درې کسان وژل شوي دي.

دا نښته نن (د لړم لومړۍ نېټه) د سهار شاوخوا اته بجې د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې پيل شوې وه او تر غرمې پورې يې دوام درلود.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل همايون رشيدي  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته د طالبانو د دوو ډلو ملا نادر او ملا عبدالمالک ترمنځ شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې له دواړو لورو د يوه قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته د نجراب ولسوالۍ په افغانيه دره کې رامنځته شوې وه.

دى وايي، چې په وژل شوو کې د ملا نادر ډلې يو قوماندان محمدنبي هم شامل دى.

د نوموړي په وينا، د دغو ډلو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، کله چې د مالک ډلې غوښتل د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، خو ملا نادر يې مخالفت کاوه.

 د شمال په وينا، د سيمې خلک د ملا مالک په ملاتړ  راپاڅېدلي او غواړي پاکستاني طالبان له خپلو سيمو اوباسي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.