Language

غزني په افغانستان، افغانستان په غزني کې شعار نه دى عملى شوى

غزني ښار(پژواک،٢ لړم ۹۲) : تېرکال د اتو ولايتونو چارواکو ژمنه کړې وه، چې په ٢٠١٣ کال کې به د غزني په ښار کې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په وياړ څلي او منارونه جوړوي، خو اوس يواځې درېيو ولايتونو خپله ژمنه عملي کړې ده.

  د غزني والي موسى خان اکبرزاده وايي،تېرکال يې ۸ ولايتونو ته په همدې نيت سفر وکړ، چې چاراکي يې د ٢٠١٣ کال په وياړ يادګاري څلي، يا دروازې جوړې کړي،چې تر دې مهاله يواځې بلخ او پکتيا ولايت خپلې ژمنې عملي کړې دي.

د اکبرزاده په وينا، د بلخ والي د غزني په ښار کې د کابل- کندهار پر لويه لاره دروازه جوړوي او د پکتيا خلک په ښار کې يو لوړ منار جوړوي، چې کار يې اتيا سلنه بشپړ شوى دى.

والي زياتوي، چې د۲۰۱۳ کال لوی مراسم  د لړم مياشتې په وروستيو کې ترسره کيږي ، خو د نورو شپږو ولايتونو چارواکو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، چې ښايي لامل به يې د بوديجې نشتوالى وي.

د اکبرزاده په خبره، افغانستان په غزني او غزني په افغانستان کې تر شعار لاندې پروګرام پلى کړى، خو د ځينو ولايتونو چارواکيو ژمنه کړې وه،چې په خپلو ولايتونو کې به د غزني په نوم دروازې جوړې کړي، خو تر اوسه يې دا کار نه دى کړى.

 د غزني والي هيله وکړه، چې له ده سره شوې ژمنې به عملي شي او د نورو ولايتونو چارواکي به غزني په افغانستان او افغانستان په غزني کې شعار ته ژمن پاتې شي.

 هغه زياتوي، په پام کې و د ٢٠١٣ کال د وروستيو مراسمو تر را رسېدو مخکې په غزني کې ښار کې ٤٠ دروازې جوړې کړي، چې تر دې مهاله يې ٣٠ دروازې جوړې شوې دي او نورې يې پاتې دي.

 د غزني ښار اوسېدونکي هم وايي، که نورو ولايتونو خپلې ژمنې عملې کړې واى، نو د ٢٠١٣ کال وروستيو مراسمو ته بلل شويو بهرنيو مېلمنو ته به څرګنده شوې وه، چې ټول افغانان په ګډه د اسلامي تمدن د پلازمېنې مراسم لمانځي.

 سيمه ييز خبريال محمداصف حسيني وايي، کومو ولايتونو چې له غزني  سره ژمنې کړي، بايد پر ځاى يې کړي د بلخ او پکتيا له خلکو مننه کوي، چې د غزني په ښار کې يې يوه عصري دروازه او يو منار جوړ کړ.

 نوموړي د غزني په چارواکو او دولت هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چې  په غزني کې يې د۲۰۱۳ کال د تياري په برخه کې ناغيړي وکړه  لکه څنګه چې په کار و هسې کار ونه شو.

 د غزني ښار په ٢٠٠٧ کال د اسلامي هيوادونو د کولتور د وزيرانو په ګډ کنفرانس کې، چې په ليبيا کې جوړ شوى و، د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي تمدن پلازمېنه ونومول شو.

Related Topics