جلال اباد (پژواک ٢ لړم ٩٢ ) : د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دولتي ځمکو يو شمېر کروندګر وايي، چې سږ کال د دولت ترڅنګ وسله والو مخالفينو هم ترې محصول اخيستى دى.
دوى وايي، چې پخوا به يې يواځې دولت ته ټاکلې اجاره ورکوله، خو سږ کال ورته وسله والو ګواښ کړى و، چې بزګر بايد په هر ډول چې کيږي د ځمکې اجاره دوى ته ورکړي.
نور رحمن، چې د بټي کوټ ولسوالۍ په درېيم فارم کې يې اتيا جريبه ځمکه له دولت څخه په اجاره نيولې پژواک خبري اژانس ته وويل ، هغه ټاکلې پيسې چې دولت پرې اجاره ايښې وه، دولت ته تسليم کړي او همدومره يې وسله والو ته هم ورکړې دي.
هغه زياته کړه :(( وسله والو له ما څخه سږ کال د غنمو په وخت کې د جريب پر سر زر کلدارې او يا هم څلور منه غنم اخيستي دي.))
د نور رحمن په وينا ، اوس يې په فارم کې جوار کرلي او دې کې هم ترې يو شمېر وسله والو پېسې اخيستې دي.
هغه زياتوي ، که په راتلونکي کې دا ډول چلند وشي، نو لرې نه ده چې بزګر به ځمکې پريږدي او دولتي ځمکې به شاړې شي.
د محمد اقبال په نامه يوه بل بزګر پژواک ته وويل ، د څلورم فارم څخه لاندې يو شمېر دولتي ځمکې شته ، چې پخوا د دولت له لورپ په اجاره ورکړل شوې وې، خو اوس د يو شمېر اشخاصو له لوري په خپلسري ډول کرل شوې دي.
نوموړى وايي: (( دغه خلک يواځې وسله والو ته عُشر او اجاره ورکوي او له ځمکې حاصلات اخلي.))
دى زياتوي ، چې له نيمايي ډېر دولتي فارمونه او ځمکې د وسله والو په واک کې دي که چېرې وسله والو ته اجاره ور نه کړل شي ، نو بزګر کروندې ته نه پريږدي.
د محمد اقبال په وينا، وسله وال له ښو حاصلخېزه ځمکو څخه د جريب پر سر دوه زره کلدارې اخلي او هغه ځمکې چې حاصل يې لږ کمزورى وي د جريب پر سر ترې زر کلدارې اخلي.
نوموړى وايي، چې په وسله والو کې يو شمير کورني وسله وال ورسره ګوزاره کوي ، خو هغه وسله وال چې له پاکستانه راغلي ، هغوى يې ترې په زور اخلي او که کمې پيسې ورکړل شي، نو بيا يې ځوروي.
په بټي کوټ کې د دولتي ځمکو د کنټرول يوه کارکوونکي ، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه وکړه پژواک اژانس ته وويل ، چې په بټي کوټ کې دولتي ځمکې يواځې په نامه دولت پورې اړوندې دي، نور دوى پرې هېڅ واک نه لري.
نوموړى زياتوي: (( غصب شوى، ځمکې په خپلسر کرل کيږي، نيمايي برخه ځمکې يې دولت ته پاتې دي او اجاره يې دوى اخلي ، په دې کې هم وسله وال له بزګرو خپله برخه اخلي.))
د ياد کارکوونکي په وينا ، څو څو ځله يې له ولايتي ادارې سره ياده ستونزه شريکه کړې، خو تر اوسه پورې پرې چا جدي اقدام نه دى کړى .
نوموړى زياتوي، چې له يوې خوا د وسله والو ځورونه له بله خوا د اوبو کمښت او ناامني هغه څه دي، چې بزګر يې نور تنګ کړي دي.
د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشر ملک نصيب هم پژواک اژانس ته ياده موضوع تاييد او زياته يې کړه ، چې وسله وال په ښکاره توګه له بزګرو پېسې اخلي.
دى وايي ، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د امنيتي ارګانونو کمزوري هغه څه دي ، چې د دې ولسوالۍ بزګر او نور اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دى وايي: (( غنمو کې خو يې پېسې واخيستې اوس د جوارو وخت دى په دې کې هم پېسې اخلي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګيزه شينوارې وايي، چې دوى هم له دې موضوع خبر شوي او څو ځله يې ياده ستونزه له ولايتي او امنيتي ادارو سره شريکه کړې ده.
هغې پژواک ته وويل : (( د وسله والو په نوم غله پېدا کيږي او له بزګرو د عشر او اجارې په نوم په زوره پېسې اخلي، وسله وال يې هم اخلي او دولت هم، نو دا ځمکه به څومره حاصل وکړي ، چې د دې ټولو برخه په کې وشي.))
انګيزې پر امنيتي ادارو غږ وکړ، چې د يادې ستونزې مخنيوى دې وکړي او د حل په موخه دې کوټلي ګامونه پورته کړ ي.
د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته وار په وار دا ډول راپورونه رسيدلي، چې وسله وال په بټي کوټ کې د عُشر په نامه له بزګرو پېسې ټولوي.
هغه زياته کړه : (( موږ ورته ويلي، چې ځمکه د کانال ده،موږ ته خپله اجاره راکوئ نور که وسله والو ته پېسې ورکوئ او که نه موږ يې مسووليت نه لرو. ))
انجنير راحل زياتوي ، چې هېڅ داسې کومه ځمکه په بټي کوټ ولسوالۍ کې نه ده پاتې شوې ، چې دوى دې په اجاره نه وي ورکړې، يواځې هغه ځمکه چې هلته اوبه نه ور رسيږي هغه پاتې ده.
د ننګرهار سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې سږ کال د بټي کوټ ولسوالۍ هغه لرې پرتې سيمې، چې نا امني پکې زياته وه، يو شمېر دولتي فارمونه په اجاره نه دي ورکړل شوي.
دى وايي ، چې دوى هم له يو شمير ګونګوسو خبر شوي و، چې وسله وال په بټي کوټ کې له بزګرو اجاره او عشر په زوره ټولوي.
نوموړى وايي: (( ما امنيتي اداره ته جدي لارښوونه کړې او اوس به هم ورته جدي لارښوونه وکړم دا موضوع به انشاء الله وڅيړو.))
سرپرست والي زياتوي، چې د کانال په برخه کې ستونزې موجودې دي، خو په کرار ،کرار سره به يې حل کړي.
په بټي کوټ ولسوالۍ کې زرګونه هکتاره ځمکه د ننګرهار د کانال رياست اړونده ده، چې د ستروسو د کورنۍ تر څنګ ګڼ نور زراعتي پېداوار لري.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه له وسله والو نظر واخلي، خو ونه توانېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP