Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ( پژواک ٣ لړم ٩٢ ) : په ميدان وردګو ولايت کې ديوه مهم قوماندان په ګډون د اتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

ددغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د لړم په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه ددې ولايت د نرخ ولسوالۍ دصد مردې په سيمه کې عمليات ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه چې ددې ګډو عملياتو په ترڅ کې د يوه سيمه ييز لوړ پوړي طالب قوماندان ملا نعيم په ګډون اته وسله وال وژل شوي دي.

خوګياڼى وايي، چې ددې عملياتو په ترڅ کې په دې ولسوالۍ کې يو بل مهم طالب قوماندان مولوي حميدالله له يوه اندازه چاودېدونکو توکو او مهماتو سره ژوندى نيول شوى دى.

د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال ملکي وګړو او ګډو ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.