Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيکا چاودنو کې ٤ عامو وګړو او ٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه ( پژواک ٣ لړم ٩٢ ) : په پکتيکا ولايت کې د دوو ماينونو د چاودنو پر مهال اتو ملکي وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې ولايت د والي وياند مخلص افغان د لړم په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  پرون ماښام په جاني خېلو ولسوالۍ کې د  ملکي وګړو پر تراکتور موټر  د ماين  چاودنه وشوه.

د افغان په وينا، چاودنه د جاني خېلو ولسوالۍ په هستي کلي کې هغه مهال رامنځته شوه ، کله چې د ملکي وګړو يو تراکتور  په خښ شوي ماين وربرابر شو .

هغه زياته کړه، چې ددې چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.

دى وايي، چې په تراکتور کې ناست کسان ټول ملکي وګړي و، چې د کار او غريبۍ په موخه ښار ته تللي وو، چې کلي ته د راستنېدو پر مهال يې تراکتور په خښ شوي ماين وخوت .
د والي وياند وايي، چې تر يادې چاودنې نيم ساعت وروسته د يادې ولسوالۍ د  جمجمو په سيمه کې بله چاودنه رامنځته شوه، چې له امله يې څلور ماين خښوونکي ووژل شول .

د نوموړي په وينا، کشفي ادارو معلومات ترلاسه کړي، چې همدې کسانو په هستي کلي کې هم ماين  خښ کړى و، چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.