Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يان کوبيش : دافغان حکومت په غوښتنه په ټاکنو کې مرسته کولى شو

کابل ( پژواک ٣ لړم ٩٢ ) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي ( يوناما) مشر د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون له مشر سره ليدلي دي.

په کابل کې د يوناما مطبوعاتي دفتر له خوا دلړم په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ددې ادارې مشر يان کوبيش پرون په کابل کې د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون له مشر ډاکټر احمد يوسف نورستاني سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، چې ددې ليدنې پر مهال دواړو چارواکو د١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټولټاکنو پر تياريو  او دکانديدانو  د نوم ليکنې پر پروسې خبرې وکړې.

د يوناما مشر ويلي، چې ټاکنې افغاني پروسه ده ، دافغانانو په مشرۍ ترسره کېږي او په دې هېواد کې د سياسي قدرت د لېږد يوه مهمه برخه ده.

يان کوبيش ويلي ، چې په دې پروسه کې بايد اساسي قانون او د ټولټاکنو قانون ته درناوى وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي ( يوناما)  په ياده خبرپاڼه کې يو ځل بيا ژمنه کړې، چې دوى به د ملګرو متلونو د امنيت شورا په اجازه او دافغان حکومت په غوښتنه د ټاکنو په پروسه کې مرسته او همکاري کوي .

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

ددغو ټاکنو لپاره د کانديدانو لومړنى نوملړ اعلان شوى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.