Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پکتيکا کې د لسګونو پوليسو د مسمومېدو مخه ونيول شوه

ښرنه ( پژواک ٣ لړم ٩٢ ) : د پکتيکا ولايت په تروه ولسوالۍ کې يو تن سرحدي پوليس له زهري توکو سره نيول شوى دى.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ دلړم په ۳مه. پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پوليس غوښتل په ياده ولسوالۍ کې په يوه پوسته کې دپوليسو په خوړوکې زهر ګډ کړي.

د نوموړى زياتوي،د يادې پوستې پوليس پر دغه تن شکمن شوي وو او ياد توکي يې ترې ونيول.

ځدراڼ وويل ، چې که دغه پوليس موخې ته رسېدلی واى، ښايي د يادې پوستې لسګونه پوليس د زهري توکو دخوړلو له امله مسموم شوي وای.

دده په خبره، نيول شوی سرحدي پوليس د تروه ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په همدې ولسوالۍ کې يې دنده ترسره کوله.

هغه وايي ، چې له نيول شوي  پوليس څېړنې روانې دي.

د يوبل خبر له مخې، امنيه قوماندان وايي،  چې په  برمل ولسوالۍ کې  د يوې چاودنې په پايله کې يو پوليس وژل شوی دی.

خو طالبانو وايي، چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.