اسعداباد (پژواک ٤ لړم ٩٢): چارواکي وايي، چې په کونړ کې د بې پيلوټه الوتکي بريد په القاعده شبکې پورې تړلي دوه تنه وژلي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د لړم په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، د بې پيلوټه الوتکې بريد د نورستان د وانټ وايګل او کونړ د وټه پور ولسواليو تر منځ دوه کسه وژلي دي.
نوموړى زياتوي، په بريد کې يو عرب ابو زهير او د وسله والو قوماندان ملا اعظم وژلي دي.
بلخوا امنيه قوماندان زياتوي، چې تېر ماښام د سرکاڼو په ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درې تنه ووژل شول.
هغه زياتوي، دغه چاودنه د ګنجګل درې په لوى کلي کې د رضا او ښايسته په نومونو د وسله والو دوه قوماندانان او د هلال په نوم د دوى يو بل ملګرى وژلي دي.
د کونړ امنيه قوماندان زياتوي، دغه وژنه د وسله والو طالبانو د خپل منځي اختلاف له امله رامنځ ته شوې ده.
وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د کونړ په مرکز کې پر امنيتي پوسته او په څوکۍ ولسوالۍ کې يې د ملي اردو په ګزمه بريد کړى، چې له امله يې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.