غزني (پژواک ٤ لړم٩٢): چارواکي وايي، د غزني په مقر ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې اته وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د مقر ولسوال صاحب خان د لړم په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شپې ناوخته وسله والو طالبانو په اخوندخېلو او ويرانه کليو کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
نوموړى زياتوي، تر يو ساعته جګړې وروسته طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته، يو سيمه ييز پوليس ووژل شو او بل ټپي دى.
هغه وايي، چې ټپي شوى پوليس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې ښه ښودل شوى دى.
ولسوال زياتوي، د سيمه ييزو پوليسو مرستې ته د ملي اردو سرتېرو هم ځان رسولى و.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند نظيف الله سلطاني هم وايي، چې په مقر ولسوالۍ کې له سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو سره په نښته کې اته وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو د مقر د پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليس رينجر موټر پر ماين الوځولى او څلور پوليس يې په کې وژلي دي.