Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میلیون جام کرکټ سیالیو کې المصافي او کام ایر خپلې لوبې وګټلې

کابل (پژواک ۴  لړم ۹۲ ) : په کابل کې  د لوبه کرکټ کلب لخوا د کرکټ میلیوني جام سیالیو په دویمه ورځ دالمصافي او کام ایر لوبډلو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.

دا سيالۍ د لوبه کرکټ کلپ (اېل سي سي) له خوا د احمدشاه بابامینې زرملوال کرکټ په خصوصي لوبغالي  د لړم په ۳مه، پیل شوې دي.

په دې شل اووریزو سیالیو کې  شپږو لوبډله برخه اخیستې دي چې  پکې افغان رنجرز، افغان زمريان، کام اير، خوست بادشاه ، المصافي ټايګرز او  ځدران ګروپ بډلې شاملې دي.

د اېل سي سي مسوول ضراب شاه ظهير د لړم په ۴مه،  پژواک خبري اژانس ته وويل چې  نن سهار لومړۍ لوبه د المصافي او ځدران ګروپ ترمنځ  ترسره شوه.

د هغه په وینا، ددې لوبې پچه المصافي وګټله او ځدران ګروپ ته یې د لوبې بلنه ورکړه، ځدران ګروپ په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې  دلسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۱ منډې وکړې، ددوی له لوري بابر ځدران ۳۹ منډې وکړې او دالمصافي له لوري روښان بارکزي څلور لوبغاړي وسوځول.

د المصافي لوبډله دغه هدف په ډیرې اسانۍ سره پرته له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځیږي په دولسم اور کې ترلاسه او لوبه یې وګټله. ددوی له لوري نجیب ترکي د ۱۱ شپږیزو په مټ ۸۸  او نور الحق ملکزي ۳۹ منډې وکړې. روښان بارکزی ددې لوبه غوره لوبغاړی اعلان شو.

ظهیر وویل چې دویمه لوبه تر غرمې وروسته د خوست بادشاه او کام ایر ترمنځ ترسره شوه، ددې لوبه پچه کام ایر وګټله او لومړی یې لوبه وکړه.

د کام ایر لوبډله په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۵ منډې وکړې، ددوی له لوري  غمي ځدران ۵۵ منډې وکړې او د خوست بادشاه له لوري خالد خان څلور لوبغاړي وسوځول.

د ظهیر په وینا، د خوست باد شاه لوبډله یاد هدف ترلاسه نه کړ او په ۲۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۲۰ منډې وکړې.  د کام ایر لوبدلې له لوري عبدالقادر پنځه لوبغاړي وسوځول او دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

پرون افغان رنجرز افغان زمریانو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

سبا به لومړۍ لوبه دافغان رنجرز او کام ایر ترمنځ او دویمه لوبه د افغان زمریانو او المصافي ترمنځ ترسره شي، دا لوبې د وطن تلویزیون له لوري په ژوندۍ بڼه خپریږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.