Language

د ننګرهار مخکني امنيتي مسوولين د امنيت په راوستو کې په ناغېړۍ تورن شول

جلال اباد (پژواک ٥ لړم ٩٢): د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ قومي مشران وايي چې د پخوانيو امنيتي مسوولينو له امله په دې ولسوالۍ کې امنيت خراب شوى و.

قومي مشرانو دغه څرګندونې پرون په دې ولسوالۍ کې د ننګرهار نوي امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد ته د يوې غونډې پر مهال وکړې.

شېرزاد له يوه امنيتي پلاوي سره پرون خوګياڼو ولسوالۍ ته تللى و.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي چې د خوګياڼو ولسوالۍ په دوه کيلومترۍ کې نا امني شتون لري او تر څو چې يې په ياده ولسوالۍ کې امنيت نه وي ټينګ کړى تر هغه به غلى نه کښېني.

امنيه قوماندان وايي، خوګياڼو ولسوالۍ ته يې د سفر موخه دا ده چې نور نه غواړي په ننګرهار او خاص په خوګياڼو ولسوالۍ کې نا امني موجوده وي.

دى وايي، چې د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ يوه له هغو نا امنو سيمو ده چې د ده لپاره ډېره مهمه ده.

ده زياته کړه: ((دا شل شپې کېږي چې ننګرهار ته راغلى يم، مګر بوټان مې لا نه دي خلاص کړي، په ننګرهار کې نوره نا امني نه شم زغملى.))

مل پاسوال شېرزاد زياتوي، چې خوګياڼو ولسوالۍ ته يې اتيا نور سيمه ييز پوليس په پام کې نيولي او ډېر ژر به يې په دې ولسوالۍ کې فعال کړي.

د ننګرهار امنيه قوماندان وايي: ((هغه کس چې ياغي او باغي وي نه يې پرېږدم، هر څوک چې دلته ګډوډي رامنځته کوي له منځه به يوړل شي.))

شېرزاد پر ټولو قومي مشرانو غږ وکړ، چې د ننګرهار د امنيتي موظفينو سره دې مرسته وکړي تر څو په سيمه کې امنيت قايم کړي.

د خوګياڼو ولسوالۍ سپين ږيرو په يوه خوله د ننګرهار له امنيه قوماندان سره د مرستې ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې له پخوانيو امنيتي چارواکو څخه ناخوښي وو او هېڅکله يې د دوى د ستونزو په اړه غور نه دى کړى.

د خوګياڼو د قومي شورا مشر حاجي تورجان پژواک اژانس ته وويل، چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې چې څومره نا امني رامنځته شوې دا د پخوانيو د چارواکو له امله دي.

دى وايي: ((هېڅوک په خپله خپل کور ته اور نه اچوي، خو دا هر څه د وخت د حاکمانو له لوري وو.))

نوموړى وايي، چې د خوګياڼو ټول ولسونه له امنيتي ځواکونو سره ولاړ دي خو نوي چارواکي چې پيل يې له امنيه قوماندان څخه شوى هيله لري چې د پخوانيو پر پل ولاړ نه شي.

قومي مشر حاجي سيد نبي وايي، چې د خوګياڼو ولسوالۍ ټول ولسونه له ولايتي حکومت څخه ناراضه دي، ځکه په دغه ولايت کې ګډ وډي ده او ورځ تر بلې په کې نا امني زياتېده چې کړۍ يې تر ولسوالۍ را رسېدلې ده.

دى وايي: ((موږ خو د دې ورځې په ارمان وو، چې داسې چارواکى به راځي او موږ سره به کېني، دا اول ځل دى چې داسې خلک راځي او موږ نه احوال اخلي.))

نوموړى له حکومته غوښتنه کوي، چې د دوى حمايه دې وکړي، نو دوى په هر وخت کې تيار دي چې د وسله والو مخالفت وکړي او له خپلې ولسوالۍ څخه يې وشړي.

د خوګياڼو ولسوال حاجي حسن پژواک ته وويل، چې د خوګياڼو په ولسوالۍ کې نا امني شته خو په دې وروستيو کې د امنيتي ادارو له لوري جدي اقدامات کېږي او نور په دې ولسوالۍ کې مشکلات مخ په حلېدو دي.

هغه زياته کړه: ((قومي مشرانو نه مې هيله دا ده چې نور دې راشي او يو موټى دې شي.))

ولسوال زياتوي چې دوى د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدا لپاره پلانونه لري او نور ياده ولسوالي داسې نا امنه نه پرېږدي.

ياده دې وي چې د ننګرهار امنيه قوماندان او ورسره پلاوي د خوګياڼو ولسوالۍ د قومونو له ليدنې وروسته د خوګياڼو ولسوالۍ له بېلابېلو نا امنو سيمو او امنيتي پوستو څخه ليدنه وکړه او زياته يې کړه چې په دې ولسوالۍ کې يې د يو شمېر امنيتي پوستو د زيادښت پلان هم له ځان سره لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.