Language

د واده پر موټر چاودنې د ١٤ ښځو په ګډون ١٨ عام وګړي ووژل

غزني ښار ( پژواک ٥ لړم ٩٢ ) : په غزني ولايت کې د واده پر يوه موټر د ماين دچاودنې له امله ١٨ تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

دا پېښه نن  دلړم په ٥مه، مازيګر مهال د غزني د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان په کلي کې رامنځته شوې ده.

 دغزني ولايت امنيه قوماندان پاسوال غلام محي الدين پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن ماښام ، نږدې په پنځو بجو په اندړو ولسوالۍ کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه ، چې د واده پر يوه موټر، چې پکې ټول ٢٣ تنه سپاره وو، چاودنه شوې، چې له امله يې ١٨ تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه د واده پر هغه فلاينګ کوچ موټر شوې، چې له ګوډلو کلي څخه د صاحب خان کلي ته روان و.

هغه زياته کړه ، په دې چاودنه کې ١٨ تنه وژل شوي، چې په وژل شويو کسانو کې ١٤ ښځې، درې نارينه او يو هلک شامل دي.

د نوموړي په وينا، دوى مړي او ټپيان روغتون ته لېږدولي ، خو د ورغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت پژواک ته وويل، چې د يادې چاودنې اوه ټپيان د اندړو روغتون ته وړل شوي و، چې دوو ښځو دسختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه زياتوي، پاتې پنځه نور ټپيان ، چې حالت يې ښه نه و ، د غزني ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ولسمشر حامد کرزي ياده پېښه په کلکه غندلې او د غزني والي ته يې لارښوونه کړې، چې د دغې پېښې له قربانیانو او زیانمنو شویو کورنیو سره لازمې مرستې ترسره کړي.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د دغې پېښې عاملين د افغانانو دښمنان بللي، چې د افغانستان د مسلمانو خلکو د تګ راتګ په لاروکې بمونه ږدي او د ښځو او ماشومانو په شمول بې ګناه مسلمانان وژني.

ده زياته کړه، چې افغانان اوس هم د دې خاورې د دښمنانو په لاس د ناامنۍ ښکار دي او له دا ډول ترهګريزو پیښو څخه مصوون نه دي.

د هغه په وينا، د افغانستان د دښمنانو دغه ډول بریدونه، که د طالبانو او یا د بل هرچا په نامه وي، د افغانستان د استقلالیت او  پرمختګ مخه نه شي نیولای.

حامدکرزی د دغې پیښې د وژل کسانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته يې د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کړې ده.

Related Topics