جلال اباد (پژواک ٥ لړم ٩٢): په ننګرهارکې د دولت ١١ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.
نن د لړم په ٥مه د ننګرهار د سولې په ولايتي کمېټې کې يوه يوولس کسيزه ډله، چې په دغه ولايت کې يې وسله وال فعاليت درلود د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.
د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې مشر ملک نظير بابا د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې يوولس کسيزې ډلې په اچين ولسوالۍ کې فعاليت درلود.
هغه زياته کړه، د يادو وسله والو په يو ځاى کېدو کې ملي امنيت او د سولې له کمېټې سره نورو يو ځاى شوو قوماندانانو هڅې کړې دي.
د نوموړي په وينا، راغلو مخالفينو له ځان سره اوه ميله وسله هم راوړې ده.
ملک نظير وايي: ((يادو کسانو په اچين کې د دولت ضد فعاليت کاوه چې اوس د سولې له پروسې سره يوځاى شول.))
د يوځاى شوې ډلې يوتن ، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې نور د دولت پر ضد له ورانکاره کړنو له ترسره کولو لاس اخلي.
نوموړى وايي، چې د يادو کړنو په بدل کې د ګاونډي هېواد پاکستان له لوري پيسې ورکول کېدې، خو وايي چې له دې وروسته به دغه کار نه کوي.
هغه زياته کړه: (( تر اوسه نه پوهېد، نور به د خپل ولس په ګټه کار کوو، موږ خو د پاکستان اى اېس اى غولولو، پيسې يې راکولې.))
نوموړي په خپله اعتراف وکړ، چې مخکې غولېدلى، خو وروسته له دې به په سيمه کې د ورانکاره کړنو مخه نيسي.
د سولې له بهير سره يو ځاى شوي اسلام الدين پژواک ته وويل، دوى ته د پاکستان د اى اېس اى له خوا پيسې ورکول کېدې، چې په افغانستان کې ورانکاره فعاليتونه وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ ته به د پاکستان استخباراتو ويل، چې مکتبونه وران کړئ، خلک ووژنئ چې په سيمه کې وېره خپره شي.))
ده په نورو وسله والو غږ وکړ، د خپل هېواد له ورانۍ دې لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ کې دې رغنده رول ولوبوي.
ياده دې وي چې څه موده وړاندې د ننګرهار د سولې له ولايتي کمېټې سره شاوخوا ٣٠ تنه وسله وال يو ځاى او وسلې يې په ځمکه کېښودې.
د سولې د عالي شورا او د ايساف د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې نږدې ٦٠٠٠ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP