Language

نورستان کې تندر پرېوتو دوه پوليس وژلي

اسعداباد (پژواک ٥ لړم ٩٢): په نورستان ولايت کې د پوليسو پر يوې پوستې د تندر پرېوتو له امله ١٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه تېره شپه د نورستان ولايت د واما ولسوالۍ د کوردل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د واما ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالقيوم د لړم په ٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د باران او تالندې پر مهال د پوليسو پر يوې پوستې تندر پرېوتى و.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او ١١ نور ژوبل دي.

د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ په وينا، ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

 

Related Topics