غزني ښار (پژواک ۵ لړم ۹۲) : امنيتي مسوولينو په غزني او نورستان ولايتونو کې ١٤ وسله والو ته د مرګ ژوبلې داړولو خبر ورکړى دى.
چارواکې وايي، چې دغزني په ګيرو ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو سره د نښتې په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي او د يوقوماندان په ګډون څلورتنه نورټپيان دي.
د ګيرو ولسوال خيرالله خيرخواه د لړم په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن سهار د ولسوالۍ د فنې په سيمه کې رامنځته شوې وه.
هغه وايي ، چې په دې نښته کې سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا په نورستان کې چارواکو هم د اوو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.
په کونړ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو ددويمې پلې لوا دعامه اړيکو مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي پژواک ته وويل ، چې په کامدېش ولسوالۍ کې افغان ځواکونوچاڼيز عمليات ترسره کړي ، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
دى وايي ، چې په وژل شويو کسانو کې دوه پاکستاني طالبان هم شامل دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ددولت ادعا ردوي او په کامدېش کې يې د درېيو پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.