چاريکار(پژواک،٦لړم٩٢): د پروان ولايت په مرکز کې د تېلو په دوو ټانکرونو کې د چاودنو له امله يوه ريکشاه او څلور هټۍ سوځيدلې دي.
د پروان د ترافيکو د چارو د تنظيم مدير سمونوال محمد يونس پرديسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام د پروان مرکز د چاريکارو په بازار کې د پوهنتون دروازې مخې ته د تېلو په دوو ټانکرونو کې چادونې رامنځته شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې ښايي دغه چاودنې د تېلو په ټانکرونو پورې د مقناطيسي ماينونو له امله رامنځته شوې وي.
هغه وايي، چې په يادو چاودنو کې يوه ريکشاه او څلور دوکانونه هم سوځيدلي، خو مرګ ژوبله نلري.
دده په وينا، د پېښې ځاى ته اطفاييه موټر رسيدلي او اوسمهال په اور وژنه بوخت دي .
د ترافيکو د چارو د تنظيم مدير وويل، چې د دغې پيښې له امله د پروان -کابل لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
ددغه پېښې مسووليت تردې مهال چا پرغاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده،چې درې مياشتې وړاندې د پروان ولايت په هوفيان سړک د تېلو په يوه ټانکر کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله څو هټۍ او د هستوګنې کورونه سوځېدلي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP