Language

“د خپلمنځي اختلافاتو له امله د شينوارو امنيت خراب شوى”

جلال اباد (پژواک ٦ لړم٩٢): د ننګرهار ولايت د شينوارو قومي مشران وايي، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله يې په سيمه کې امنيت خراب شوى او بهرني وسله وال ورغلي دي.

د شينوارو قومي مشرانو دغه څرګندونې د لړم په ٦مه د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د (سولې او امنيت) تر عنوان د يوې ورځنۍ غونډې پر مهال  وکړې.

د شينوارو د شپږو ولسواليو د بېلابېلو قبيلو سپين ږيرو او مشرانو ويل چې نور په خپله سيمه کې د نا امنيو له امله په تنګ شوي او غواړي چې پر يوې ګډې طرحې کار وکړي، تر څو له مخې يې لومړى د شينوارو په ټولو ولسواليو کې او بيا په ننګرهار کې امن رامنځته شي.

د دور بابا ولسوالۍ قومي مشر حاجي کوتر خان د دې غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شينوارو قومونه خپلې ځانګړې پرېکړې او تړونونه لري چې له مخې يې دوى په خپله سيمه کې ستونزې هواروي.

دى وايي، په دې وروستيو کې د شينوارو د قومونو تر منځ ځينې شخړې رامنځته شوې چې له امله يې په ټولو ولسواليو کې وسله وال پيدا شوي دي.

هغه زياته کړه: ((مخکې د شينوارو په سيمه کې امن و، سوله وه، دلته قومي تړې وې مګر اوس بهرني وسله وال راځي او فعاليت کوي.))

نوموړى زياتوي، چې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د همدې لپاره راټول شوي چې څنګه کولى شي په خپلو سيمو کې امن راولي او د دولت همکاري څنګه راجلب کړي.

د شينوارو د قوم يوه بل مشر چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوه پژواک ته وويل، چې دوى همدا اوس هم د وسله والو له ګواښ سره مخ دي.

دى وايي، چې نور ټول ولسونه له جګړو په تنګ شوي او وروسته له دې هغه پخوانۍ فيصلې او قومي تړې بيا راژوندى کوي، چې له مخې يې په خپله سيمه کې امن ټينګ کړي.

نوموړى وايي: ((که چا به زموږ د تړې نه خلاف کار وکړ، کور به يې موږ وسوځاوه، نغدي جريمه کولو به مو، همدا خبره وه چې امن هم و.))

د ياد قومي مشر په وينا، چې په اوس وخت کې د هسکې مېنې ولسوالۍ ټوله د وسله والو تر ګواښ لاندې ده.

دى زياتوي، که چېرې ولسونه په يوه خوله او يوه اتحاد وي نو هېڅ کورني او بهرني وسله والو ته به اجازه ورنه کړي چې د دوى په سيمه کې تخريبي اعمال ترسره کړي.

ملک وايي: ((سهار چې موږ له کلي راتلو شپږ ځايه وسله والو تلاشي کړي يو، زه به له دولت سره ودرېږم خو چې دوى مو پشتباني وکړي.))

نوموړى پر حکومت  غږ وکړ، چې  دوى به يو ځل بيا قومي تړې کېږدي خو که چېرې يې ملاتړ ونه کړي نو ښايي له يو شمېر ستونزو سره مخ شي.

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکى مولوي عماد الحق وايي، چې څو کاله وړاندې د ننګرهار ولايت د شينوارو په ټولو ولسواليو کې امنيت و، خو دا چې امنيت خراب شو، يواځېنى لامل يې د شينوارو په قومونو کې د خپل منځۍ شخړې رامنځته کېدل دي.

دى وايي: ((دوه ستر قومونه علي شېرخېل او سې پاى سره په خپلو کې ونښتل، يو کال په مورچو کې سره کېناستل خو دولت ورته کتل.))

د مولوي عماد الحق په خبره، چې دولت په خپله په شينوارو ولسوالۍ کې نا امني رامنځته کړې، ځکه چې دوى په شينوارو ولسوالۍ کې د دوو سترو قومونو جګړې ته يواځې ننداره کوله او د سولې لپاره يې ډېرې وروسته هلې ځلې پيل کړې.

بلخوا د ننګرهار سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال د شينوارو له قومونو سره د ولايتي ادارې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه او د يادو قومونو دغه کړنه يې وستايله.

دى وايي، وروسته له دې به په ننګرهار کې يو شمېر نور قومونه هم وهڅوي چې دا ډول جرګې سره په خپلو کې وکړي او د امن لپاره به د هغوى د هڅو ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې همدا قومي مشران په خپلو سيمو کې د وسله والو مخالفت وکړي نو مشکل حليږي.))

ګرديوال وايي، چې د يادو قومي مشرانو راټولېدل ورته دا هيله مندي ورکوي چې ولسونه ورسره يو ځاى دي او وروسته له دې ولسونه خپل امنيت له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى په خپله نيسي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.