جلال اباد (پژواک ٦ لړم ٩٢): د ننګرهار د ملي امنيت رييس وايي ، چې د ننګرهار يو شمېر قومي مشران په لوى لاس مجرمين له سزا څخه ژغوري.
تورن جنرال ګل نبي وردګ دغه څرګندونې د لړم په ٦مه د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د سولې او امن تر عنوان لاندې د ولسواليو د يوې غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، په ننګرهار کې چې هر کله ملي امنيت کوم مجرم ونيسي ، نو لا يې پلټنې نه وي پيل شوې، چې قومي مشران ورپسې راځي او په هر رقم چې کېږي مجرم خلاصوي.
ده وويل: ((مجرم چې بيا خلاص شي، نو جرمونه يې يو په لس زيات شي.))
نوموړى پر ټولو قومي مشرانو غږ وکړ، چې د ملي امنيت په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او هغه کسان ، چې دوى يې د جرم په تور نيسي بايد دوى ته يې پرېږدي، تر څو په راتلونکي کې بل څوک د جرم کولو جرئت ونه کړي.
جنرال وردګ وايي: (( قانون بايد له هر څه مقدم وګڼو، نور له دې تېر شئ چې قومي مشران دې ووايي موږ يې ضمانت کوو بيا به يې نه کوي.))
د نوموړي په وينا، هر هغه شخص چې جرم وکړي او پر خپلې سزا ورسيږي، نو په خپله په ټولنه کې د فساد او جګړو کچه راټيټيږي.
هغه زياته کړه: ((تاسې وګورئ کله کوم انسان بل انسان حلال کړي، مګر دلته دا کارونه کېږي، په قران شريف کې کله بم ځاى پر ځاى شوى، خو دلته وشو.))
ګل نبي وردګ پر ننګرهاريانو غږ وکړ، چې بهرني ځواکونه مخ په وتو دي او په کار ده، چې له خپل حکومت سره مرسته وکړي او په خپله خپل حکومت پر پښو ودروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP