Language

د بلخ په زندان کې د څېړنو پر مهال پر بندي ښځو جنسي تېري کېږي”

مزارشريف (پژواک ٧ لړم ٩٢): د زندانيانو د ستونزو څېړونکى ټولنيز او حقوقي بنسټ وايي ،چې په بلخ کې څارنوالانو او قاضيانو اسلامي او افغاني ارزښتونه تر پښو لاندې کړي او زندانونه يې شخصي کړي دي.

دغه څرګندونې د ټولنيز او حقوقي بنسټ مسوول شمس الدين د لړم په ٧مه په مزارشريف کې د بلخ له زندان څخه تېر ليدنې وروسته خبريالانو ته وکړې.

هغه زياته کړه، چې دوى له زندانيانو سره د ليدنې تر څنګ د زندانيانو له لسګونو کورنيو سره هم ليدلي او د هغوى دوسيې يې څېړلې دي.

نوموړى وايي، چې د بلخ د زندان د ٨٠ سلنه زندانيانو د قيد موده بشپړه شوې، خو اوس هم دوى بندي ساتل شوي دي.

شمس الدين وايي، چې دوى له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغانستان د زندانونو او د بنديانو د حالت پر څېړلو پيل کړى او تر اوسه يې د ګڼ شمېر ولايتونو د زندانونو څېړنه کړې ده.

خو نوموړي وويل، چې د بلخ زندان او د دغه زندان د بنديانو حالت تر ټولو خراب او بد دى.

ده زياته کړه: ((داسې ډېر بنديان شته، چې د بند موده يې بشپړه شوې، خو اوس هم بنديان دي او نه خوشې کېږي.))

د هغه په وينا، د دغه زندان د ښځو حالت تر نارينه و بد دى، پر يو شمېر ښځو د څېړنو پر مهال جنسي تېرى شوى دى.

د ټولنيز او حقوقي بنسټ مسوول وايي، چې په دغه زندان کې داسې ښځې هم شته، چې هېڅ زنا يې نه ده کړې، خو بنديانې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې يو شمېر ښځې له کورونو تښتول شوي او بيا بنديانې شوي، دغه راز له يو شمېر ښځو سره جبراً زنا شوې او بندي شوې دي.

نوموړي وويل، چې د درېيو ګرامو نشه يي توکو او نيم لېتر شرابو په تور هم کسان بنديان شوي دي.

دى وايي، داسې دوسيه يې هم وليده چې د سپرليو له يوه موټر څخه ٢٠ کيلوګرامه ترياک ترلاسه شوي، خو د موټر ټول سپرلي بنديان شوي دي.

شمس الدين څارنوالۍ او محکمې د دښمن په لاس کې وبللې او زياته يې کړه، چې دوى افغانستان بدناموي.

ده زياته کړه: ((څارنوالان او قاضيان خپل حکومت چلوي، زندانانونه يې شخصي کړي دي، افغانيت او اسلاميت يې تر پښو لاندې کړى دى.))

د ټولنيز او حقوقي بنسټ مسوول وويل، چې دوى د ټول افغانستان د زندانونو د څېړلو پلان درلود، خو اوس يې پرېکړه کړې، څو يې چې د بلخ ستونزه نه وي پاکه کړې، نورو ولايتونو ته نه ځي.

هغه وايي، چې دوى عدالت غوښتونکي دي، د قاضيانو او څارنوالانو پر ضد به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د بلخ د زندان د مسوولينو نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

د بلخ د استيناف څارنوالۍ د امنيت عامه څارنوال محمد بصير له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال د ټولنيز او حقوقي بنسټ د مسوول يادې څرګندونې رد کړې.

هغه زياته کړه، چې په بلخ زندان کې داسې هېڅ زنداني نشته، چې موده يې بشپړه شوې وي او هغه بندي ساتل شوى وي.

نوموړي د ٢٠ کيلو ګرامه نشه يي توکو په تور د ١٢ کسانو بندي کول هم رد کړل.

Related Topics