جلال اباد (پژواک ٨ لړم٩٢): د ننګرهار، کونړ او نورستان د ٢٧ ولسواليو اوسېدونکو ګواښ وکړ، که چېرې د بهسودو نوى پول ژر جوړ نه شي، نو دوى به د جلال اباد– کونړ لويه لاره د وتړي.
خو چارواکي وايي چې په راتلونکو دوو اونيو کې به يې د بنسټ ډبره کېښودل شي او د جوړولو عملي چارې به يې پيل کړي.
د بهسودو پول چې په هېواد کې تر ټولو لوى (٣٦٠ متره) اوږد پول او د استهلاک عمر يې بشپړ شوى دى.
څو کاله مخکې د دغه پله پر سر پر امريکايي ځواکونو دوه ځلې ځانمرګي بريدونه هم شوي چې له امله يې يوه برخه نړېدلې او اوس پرې اوسپنې اېښې دي.
پر دغه پله د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د ٢٧ ولسواليو خلک تګ او راتګ کوي، خپل هېواد ته د افغان کډوالو بېرته راستنېدل، د ننګرهار په بهسودو، کامې او دره نور ولسواليو کې د کونړ او نورستان د ګڼ شمېر خلکو اوسېدل د دې لامل شوي چې پر دغه پل ګڼه ګوڼه نوره هم ډېره شي.
د ننګرهار د فوايد عامې رياست ويلي وو، چې د ١٣٩٢ کال په وري مياشتې کې به يې د جوړولو چارې پيل شي، خو دا دى له وري اته مياشتې نورې هم تېرې شوې، خو د کار د پيل څرک يې نه سترګو کېږي.
د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک ولايت خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر ياد پله د ننګرهار تر څنګ د کونړ او نورستان ولايتونو لارې سپرې دي او د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله هره ورځ په ساعتونو، ساعتونو تړلى وي.
هغه زياته: ((زموږ ځوانان پوهنتونونو او ښوونځيو ته ځي چې ملا اذان ونه وځي ښار ته نه شي رسېدلى.))
دى وايي، چې د بهسود پر پول ګڼې ګوڼې دوى ته ګڼ زيانونه اړولي دي، ډېرى وخت بېړني ناروغان پر خپل وخت روغتون ته نه شي رسولى.
د هغه په وينا، د سيمې اوسېدونکو او قومي مشرانو پرېکړه کړې، که چېرې دولت د دغه پله د جوړولو غم ونه خوري، نو دوى به نه يواځې احتجاجي خېمې ووهي، بلکې د جلال اباد–کونړ لويه لاره به هم د ترافيکو پر مخ وتړي.
د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي قومي مشر حاجي رسول جان پژواک ته وويل، چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي پر خپل وخت کارونو ته نه شي رسېدلى او يواځېنى لامل يې د دغه پله تنګوالى او زيانمنوالى دى.
هغه زياته کړه: ((يو خو پول زوړ دى بل دومره زيات بيروبار وي پرې چې سلګونه موټر قطار ولاړ وي، ساعتونه، ساعتونه انتظار کوو.))
د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې پرېکړه شوې چې د نورو ولسواليو له قومي مشرانو سره وګوري او د ياد پول پر وړاندې د دولت د بې غورۍ پر ضد لاريونونه او اعتصابونه وکړي.
د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکى خنجر وايي، چې د ياد پول د خرابوالي او تنګ والي له امله دوى ته ګڼ مشکلات راپيدا شوي دي.
دى وايي، چې څه موده وړاندې د دوى په کلي کې پر يوې ماشومې څپره رالوېدلې وه، خو تر څو يې چې ښار ته را رسوله د بهسودو په پله کې نيم ساعت وځنډېدل چې له امله يې د ياد پله پر سره ژوند له لاسه ورکړ.
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکى او د ولايتي شورا غړى ضابط اميرمحمد وايي، چې دولت د بهسودو د پله په جوړېدو کې له پخوا راهيسې بېغوري کړې ده.
نوموړي زياته کړه: ((پول بېخي ړنګېدو ته نږدې شوى او که خداى مه کړه، وغورځېد نو لسګونو کسانو ته به مرګ ژوبله واوړي.))
په جلال اباد کې د يوه ساختماني شرکت مشر انجنير اکرام الدين رسا پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد پول وخت څو کاله وړاندې بشپړ شوى او په کار ده چې دولت په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
هغه زياته کړه، چې د دغه پله ساختماني موادو خپل اصلي کيفيت له لاسه ورکړى او په ډېرې کمې زلزلې او يا هم د اوبو پر فشار سره ښايي له منځه ولاړ شي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى او د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى انجنير عبدالغفار قايل پژواک اژانس ته وويل، چې تېره مياشت يې د فوايد عامې له وزير سره کتلي او هغوى ورته ډاډ ورکړى چې د ياد پول د ډيزاين د سروې چارې دوام لري.
د قايل په وينا، د پول په جوړېدو کې اړوندې ادارې بې غوري کړې خو دى به يو ځل بيا د فوايد عامې له وزارت سره اړيکه ټينګه کړي تر څو يادې چارې نورې هم چټکې شي.
د ولسي جرګې بل غړي حاجي ظاهر قدير پژواک اژانس ته وويل، چې د بهسودو د پله چارې که څه هم ځنډېدلې، خو له دوى سره ژمنې شوې چې ډېر ژر به يادې چارې ګړندۍ شي.
نوموړى وايي، چې دوى به يو ځل بيا له اړوند ادارو سره اړيکه ټينګه کړي تر څو د پول د جوړېدو په اړه ورته معلومات ورکړي.
ده وويل، چې د بهسودو له پله تېرېدونکي د څو ولسواليو اوسېدونکو ورته څو ځلې شکايتونه کړي او زياتوي چې نور به يې په اړه دوى هم چوپ نه پاتې کېږي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري چې د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى هم دى، پژواک ته وويل، چې د بهسودو پول د جوړېدو چارې بې برخليکه دي او تر اوسه پورې عملي چارې نه دې پيل شوې.
نوموړي د ولايتي ادارې پر پخواني چارواکي ګل اغا شېرزي نيوکه وکړه چې ياده پروژه يې د درغلۍ لپاره په يوې او بلې بهانې ځنډولې وه.
د زمري په خبره، چې په اوس وخت کې اړوند چارواکي د خلکو ستونزو او اړتياوو ته پاملرنه نه کوي.
دى وايي، که چېرې اړوند ادارې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته نه کړي نو دى به په خپله په سر کې وي او نور ولسونه به د دې ادارې پر ضد لاريونونو ته راووځي.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل په تېرو اتو مياشتو کې له پژواک سره په څلورو مرکو کې هر ځل پر پول د کار د پيلېدو ژمنې کوي، خو پلي کوې يې نه.
پژواک هڅه وکړه، چې د هغه تازه نظر واخلي، خو اړيکه ورسره ونه نيول شوه.
خو د ننګرهار سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې د بهسودو پول د داوطلبۍ چارې پاى ته رسېدلې او په يوه اونۍ کې به يې تخنيکي سروې بشپړه شي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې په راتلونکو دوو اونيو کې به يې د بنسټ ډبره کېښودل شي.
ده زياته کړه: ((که چېرې په لسو ورځو کې دا کار ونه شي نو زموږ ستونزه د فوايد عامې له وزارت سره راپورته کېږي.))
دى وايي، دوى هڅه کوي چې ډېر ژر د ياد پول چارې پيل کړي، ځکه چې مالي کال هم نوى کېږي.