Language

مزارشريف (پژواک،٨لړم٩٢): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون د ۲۰۹شاهين قول اردو سرتېرو د امنيت د ساتنې په موخه د توپونو تمرين تر سره کړ.

دغه تمرين د لړم په ۸مه، د مزارشريف ښار ختيځ لور ته د مزار- کابل پر لويه لاره د حيرتان بندر دوه لارې ته څېرمه دښته کې د نږدې دوه سرتېرو په شتون کې وشو.

په تمرين کې په درې توپونو پنځه پنځه ډزونه وشول.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو د توپچي مرستيال ډګرمن جمال الدين خرم د تمرين په ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وويل،  دغه تمرين کې د ۱۲۲ملي متری ډيسي توپونه وکارول شول، چې ۱۵۵۰۰متره واټن وهي او ۵۰ متره په ۵۰ متره کې ساحه له منځه وړي.

نوموړي زياته کړه، چې د دفاع وزارت له لوري ورته سپارښته شوې، چې په هرو درې مياشتو کې بايد د توپونو يو تمرين تر سره کړي.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي، چې د ملي اردو پياده سرتېري تل د تمرين په حال کې وي، چې په راتلونکي کې په هر حال کې سرتېري د جګړې وس ولري.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو د درېيمې لوا د پياده توپچي سرتېري نيک محمد، چې د توپونو په تمرين کې برخه لرله، پژواک ته وويل: ” له دوه نيمو کلونو راهيسې د اردو سرتېری يم؛ نو نن ورځ مې د هېرولو نه ده.”

نوموړي زياته کړه، دوی اوس د دې وس لري، چې د نړيوالو ځواکونو له مرستې پرته د خپل هېواد ساتنه وکړای شي.

د شاهين قول اردو مرستيال بريدجنرال شاه محمد رسنيو ته وويل، چې دوی ياد تمرين د سرتېرو د تيارسۍ ساتلو په موخه کوي.

نوموړي زياته کړه، دا چې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي؛ نو د خپلو سيمو د ساتنې لپاره بايد هراړخيز تمرينونه ولري.

د هغه په وينا، د ۲۰۹ شاهین قول اردو اتيا سلنه پرسونل مسلکي شوی دى؛ خو د سمبالتيا په برخه کې لا هم د مرکز پاملرنې ته اړتيا لري.

بريدجنرال شاه محمد وويل، چې د شاهين قول اردو په شته امکاناتو د دې وس لري، چې د شمال زون په نهو ولايتونو کې د راتلونکو ټاکنو امنيت په ښه توګه ونيسي.

Related Topics