غزني (پژواک ٨ لړم ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې يې ۶ وسله وال وژلي او ۱۱ نور يې ټپيان کړي، خو طالبان بيا د ملي اردو د ٥ سرتېرو د وژلو ادعا کوي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمي لوا وياند نظيف الله سلطاني د لړم په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه افغان ځواکونو د ګيرو په لوديانو سيمه کې د سېلاب ٢ په نوم عمليات ترسره کړل.
د نوموړي په وينا، په عملياتو کې ١٧ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته او د ملي اردو يو سرتېرى هم ټپي شو.
د سلطاني په خبره، عملياتو څو ساعته دوام وکړ، خو په ترڅ کې يې د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو د مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږل شوي ټيلېفوني پيغام کې د ملي اردو د پنځو سرتېرو د وژل کېدو او څو تنو د ټپي کېدو ادعا شوې ده.
ګيرو د غزني ښار سوېل ختيځ ته په شاوخوا ٥٠ کيلومترۍ کې د پکتيکا له خيرکوټ سره پرته ولسوالي ده.