Language

مزارشريف (پژواک ٨ لړم ٩٢): په سرپل کې د ملي اردو ۸ سرتېرو ته د ټاکنو د کارتونو د وېش توکو د لېږد پر مهال د ماين چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت والي عبدالجبار حقبين د لړم په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سرپل ولايت د کوهستانات ولسوالۍ په بېميانه تنګي کې د ملي اردو سرتېري، په داسې حال کې د سړک غاړې د ماين له چاودنې سره مخ شول، چې د ټاکنو د کارتونو د وېش توکي يې بېرته مرکز ته لېږدول.

نوموړي زياته کړه، پېښه تېره شپه ناوخته رامنځ ته شوه، چې د ملي اردو څلور سرتېري په کې ووژل شول او څلور نور په کې ټپيان دي.

حقبين وويل، د ملي اردو کاروان پنځلس ورځې وړاندې يادې ولسوالۍ ته د ټاکنو د کارتونو د وېش په موخه د ټاکنو کمېسون له کارکوونکو سره تللی وو.

نوموړي زياته کړه، چې په سيمه کې د کارتونو د وېش بهير په ښه توګه ترسره شوى دى؛ خو د بېرته راتګ پر مهال له يادې پېښې سره مخ شوي دي.

د سرپل د ټاکنو د خپلواک کمېسون مشر حاجي عبدالرحمان فريد پژواک ته د يادې پېښې د پخلي ترڅنګ زياته کړه، چې په ياده پېښه کې د ټاکنو د کمېسيون کوم کارکوونکي ته زيان نه دی اوښتی.

نوموړي زياته کړه، په ياده ولسوالۍ کې د ټاکنو د کارتونو د وېش پروسه په ښه توګه ترسره شوې ده.

د هغه په وينا، په ټول ولايت کې د کارتونو د وېش پر مهال له کومې جدې ستونزې سره مخ نه دي.

په سرپل ولايت کې ۴۷ تنو ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي، چې ۶ په کې مېرمنې دي.