کابل(پژواک، ٩ لړم ٩٢):ملي دفاع وزارت په څو ولايتونو کې له استخباراتي اسنادو سره د ٣٤ شکمنو وسله والو مخالفينو او ملي امنيت رياست په نيمروز کې د وسله والو د مهماتو د يوې زيرمې د کشف خبر ورکړى دى.
د دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ډله مخالفين د ملي اردو د ځانګړې قطعې د بېلابېلوعملياتو په لړ کې په پکتيا، کندهار، فراه او هلمند ولايتونو کې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د دوى په ډله کې ١٣ کسان داسې هم شته، چې له يوې اندازې استخباراتي اسنادو سره د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې دملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دفاع وزارت وايي، چې په عملياتو کې يې د پيکا له زرو زياتې مرمۍ، ماينونه او نور چاودېدونکي توکي هم تر لاسه کړي دي.
د ملي امنيت عمومي رياست هم د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نيمروز په خاشرود او چهار برجک ولسواليو کې يې د ځانګړو اوپراتيفي عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د وسلو يو پټنځاى کشف کړى دى.
د سرچينې په وينا، له دې زيرمې څخه د پيکا شل صندوقه مرمۍ، يوه دهشکه له ٣٢ صندوقه مرميو او يوه اندازه بېلاېبېل حربي او پوځي توکي ترلاسه شوي .
ملي امنيت ويلي، طالبانو غوښتل ، چې له دې وسلو او مهماتو څخه د ملا اشراف الدين او د دوى د نومول شول والي قاري ګلبدين په مشرۍ امنيتي وضعيت خراب او ويجاړونکې کړنې تر سره کړي، خو ددې کار مخه يې ونيول شوه.
سرچينه زياتوي، چې د ملي امنيت عمومي رياست موظفينو دوه په لاس جوړ شوي ٢٠ کيلويي ماينونه هم شنډ کړي، چې د طالبانو له خوا په دوو پلاستيکي سطلونو کې له زرنج نه تر کمال خان کلي پورې د لارې په اوږدو کې د پلګوټو د له منځته وړلو په موخه ځاى پر ځاى شوي وو .