غزني ښار(پژواک، ۱۰ لړم ۹۲):چارواکي وايي، د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې يې د عملياتو په ترڅ کې د غزني اب بندولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژلى دى.
د غزني داندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال د لړم په ١٠مه پژواک ته وويل،ملا درمحمد او ٩ ملګري يې پرون په ګيرو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، د اب بند لپاره د طالبانو ولسوال ملا درمحمد د ګيرو ولسوالۍ د شېلې په سيمه کې وژل شوى دى.
د ديسيوال په وينا، پرون د اندړو ولسوالۍ سيمه ييزو پوليسو او پاڅوانوالو له امنيتي ځواکونو سره په ګډه په ګيرو کې عمليات پيل کړل.
نوموړى زياتوي، له تېرې ورځې تر نن پورې امنيتي ځواکونو د پارچې، مټاخان،شېلې، او خشرت کلي له وسله والو پاک کړي او هلته يې د سيمه ييزو پوليسو پوستې ځاى پر ځاى کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ګيرو ولسوالۍ کې تېره ورځ عمليات پيل شول او چارواکو د ٩ وسله والو دوژل کيدو خبر ورکړ.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ هم وايي، چې د ګيرو په عملياتو کې د طالبانو له لورې د اب بند ولسوال له لسو ملګرو سره وژل شوى دى.
هغه زياتوي، د ګيرو په ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ښه پر مختګ کړى، شاوخوا شپږ کلي يې له طالبانو پاک کړي او هلته يې د سيمه ييزو پوليسو پوستې جوړې کړې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د ګيرو په ولسوالۍ کې د څلورو پوليسو د وژل کيدو ادعا وکړه او زياته يې کړه، چې په جګړه کې يو طالب هم وژل شوى دى.