Language

قومي مشران : ننګرهار ته دې ننګرهاری والي وټاکل شي

جلال اباد(پژواک١٠لړم٩٢): د ننګرهار يو شمير قومي مشرانو او ديني عالمانو  له مرکزي حکومت څخه غوښتل چې دې ولایت ته ننګرهاری د  والي په توګه وټاکي.

دغه غوښتنه د لړم په ١٠مه لسګونو ننګرهاري قومي مشرانو او ديني علماوو د يوې غونډې په ترڅ کې له مرکزي دولته غوښتنه وکړه چې وروسته له دې دې ننګرهار ته ننګرهاري والي ټاکل کېدل وغوښتل او هم يې په جوماتونو کې چاودنې په کلکه وغندلې.

 

ديني عالم او د علماو شورا غړى مولوي عبدالعزيز پژواک خبري اژانس ته په جوماتونو کې چاودنې په کلکه وغندې او هم يې زياته کړه چې په راتلونکي کې که مرکزي حکومت ننګرهار ته نوى والي ټاکي بايد د ننګرهار پورې تړواو ولري.

ده زياته کړه: (( په ننګرهار کې کدرونه شته، دلته تکړه او بااستعداده خلک شته او بايد همدغه ځایی خلک د والي په توګه وټاکل شي.))

دى وايي چې په دې وروستيو کې له يو شمير ګونګوسيو څخه خبر شوي چې د ننګرهار لپاره نوى والي ټاکل شوى خو دوى غواړي چې په ننګرهار کې دې راتلونکى والي ننګرهارى وي.

قومي مشر ملک امان الله پژواک اژانس ته وويل دوى له مرکزي حکومته غواړي چې په راتلونکي کې ننګرهار ته داسې يو والي وټاکي چې د همدغه ولايت وي.

دى وايي: (( موږ د مرکزي حکومت هرې پريکړې ته احترام لرو، خو غوښتنه مو دا ده چې ننګرهارى به وټاکي))

نوموړي زياته کړه چې پخوا هم په دغه ولايت ګڼو خلکو ولايت کړى او وروسته له دې دوى غواړي چې د ننګرهاري تر مشرۍ لاندې په ننګرهار کې ژوند وکړي.

ملک امان الله وايي که چېرې ننګرهار ته ننګرهارى والي وټاکل شي له يوې خوا به د سيمې په ستونزو خبر وي او له بله پلوه به ټولو سيمو ته په يو ډول حقوق ورکړي.

قومي مشر حاجي نعيم هم ورته خبره کوي او زياتوي چې حکومت دې دا ځل د ننګرهار د قومونو  غوښتنه د والي په ټاکلو کې له ياده ونه باسي.

دى وايي چې ننګرهار يو له مهمو ولايتونو څخه دى چې د والي په ټاکلو کې بايد د قومي مشرانو نظر په پام کې ونيول شي.

حاجي نعيم وويل: (( داسې ويل کيږي چې ګلاب منګل والي ټاکل شوى، هغه هم ښه وړ سړى دى خو موږ ته ننګرهارى والي پکار دى))

د ګل اغا شیرزي تر استعففی وروسته ، ننګرهار والي نه لري، خو نا تایید شوي راپورونه وایي چې د هلمند پخوانی والی ګلاب منګل د ننګرهار د والي په توګه وړاندیز شوی دی.