فيض اباد (پژواک، ١١ لړم ٩٢): د بدخشان ولايت په ارغنجخوا ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدخشان د ارغنجخوا ولسوال سيد عمران پيام د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ د سم دره سيمې ته د حرکت په حال کې وو، چې د لارې په اوږدو کې د يوه کوتل په سر يې موټر تخنيکي ستونزه پيدا کړه او چپه شو.
د ده په وينا، په پېښه کې د ده موټرچلوونکى او دوه ساتونکي يې مړه شوي، دى او د ولسوالۍ د کرنې مدير عبدالرووف ټپيان دي، خو ټپونه يې برسېرن دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP