Language

” د حکيم الله مسعود وژنه له افغاني طالبانو سره د خبرو لړۍ نه شي ټکنۍ کولى”

 کابل (پژواک ١١ لړم ٩٢) د سولې عالي شورا وايي، چې د پاکستاني طالبانو د مشر وژل کېدل، له افغاني طالبانو سره د سولې پر خبرو او لړۍ کوم اغېز نه شي ښندلى.

 د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود، پرون د شمالي وزيرستان په درپه خېل سيمه کې  د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو او نن په يوه نامعلوم ځاى کې خارو ته وسپارل شو.

د سولې عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد، نن د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو لړۍ کاميابه وبلله او زياته يې کړه: ” د پاکستاني طالبانو د مشر وژنه، په هيڅ ډول د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په خبرو اغېز نه شي کولى.”

 هغه زياته کړه، چې د سولې عالي شورا هيڅکله هم د جګړې پلوي نه کوي او نه هم په چاودنو، ځانمرګو بريدونو او نورو کارونو سره د خلکو وژنه غواړي.

هغه ومنله، چې د حکيم الله مسعود وژنه به د پاکستان د حکومت او د دغه هېواد د طالبانو تر منځ پر روانو خبرو بده اغېزه وکړي.

 نوموړي زياته کړه: ” امکان لري، چې د هغه وژنه په دغو خبرو پرېکنده اغېز ولري او په دې هېواد کې له مخالفينو سره د نويو پيل شويو خبرو لړۍ ټکنۍ کړي.”

 هغه زياته کړه، چې د حکيم الله مسعود د ځاى ناستي ټاکل کېدل او د طالبانو جګړه ييزو کسانو بيا پياوړتيا وخت ته اړتيا لري او په يو نه يو ډول به د خبرو روانه لړۍ له ستونزو سره مخ شي.

 د خپرو شويو راپورونو له مخې، د پرون ورځې په بريد کې له مسعود پرته د هغه تره، دوه قوماندانان او د نوموړي موټر چلوونکى وژل شوي، چې نن په بېلابېلو سيمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

 د جيو په نامه پاکستانۍ رسنۍ د امنيتي سرچينو په حواله خبر ورکړى ، چې پرون د امريکايي بې پيلوټه الوتکې  د طالبانو پر يوه مرکز څلور فيره توغندي وتوغول .

 سرچينې زياته کړې ، چې په دې بريد کې د حکيم الله مسعود په ګډون ٢٠ طالبان وژل شوي ،چې پکې ددوى يو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.

 راپورونه وايي ، چې د بريد پر مهال له حکومت سره د سولې د خبرو اترو په اړه د حکيم الله مسعود په مشرۍ ددې ډلې د مرکزي شورا غونډه روانه وه.

 ټاکل شوې وه، چې يو حکومتي پلاوى د خبرو لپاره له اسلام اباد څخه ميرانشاه ته روان شوى واى، خو تر يادې پېښې وروسته دا سفر ځنډول شوى دى.