کابل (پژواک١١لړم٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي، چې سبا په علني توګه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په تړاو د ثبت شويو شکايتونو ارزونه پيلوي.
دوى وايي، لومړى به د ولسمشرۍ د کانديدانو په تړاو شکايتونه وڅېړي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند او منشي محمد نادر محسني، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دوى تر دې دمه د کانديدانو او ټاکنيز بهير په تړاو ۶۵۰ شکايتونه او اعتراضونه ثبت کړي دي.
ده وويل، چې له دې ډلې ٢٧ شکايتونه د ولسمشرۍ او پاتې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو په تړاو دي.
دى وايي، کمېسيون سبا په علني ډول د دې شکايتونو ارزول پيلوي.
محسني زياتوي، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دروازه د ټولو پرمخ خلاصه ده؛ خبريالان، د مدني ټولنو او ګوندونو استازي، کورني او بهرني څارونکي کولى شي د شکايتونو د څېړلو بهير وګوري.
ده زياته کړه: “په دې پړاو کې به په بشپړ ډول د خلکو د سترګو پر وړاندې شکايتونه وڅېړل شي، د افغانستان ټول خلک کولى شي د دې بهير څارنه وکړي.”
محسني وويل، د شکايتونو علني ارزونه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون نوښت دى، چې په وينا يې تر ډېره بريده د ټاکنيز بهير په روڼوالي کې مرسته کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د ټاکنو په تړاو په ٢٥ ولايتونو کې ثبت شوي شکايتونه د دوى مرکزي دفتر ته رسېدلي او د پاتې نهو ولايتونو به تر سبا ورسېږي.
د ټاکنيز بهير د زماني جدول له مخې، ټاکل شوې د ټاکنيزو شکايتونو تر ځوابولو وروسته، د روانې مياشتې په ٢٥مه د کانديدانو وروستى نوملړ اعلان شي.
محسني وويل، چې دوى هڅه کوي تر ټاکلې مودې وړاندې ټول شکايتونو ځواب کړي.
د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون وياند، همداراز له وخته مخکې د ټاکنيز کمپاين په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې له هغو کانديدانو، چې په يوه ډول يې کمپاينونه پيل کړي دي، وغوښتل چې خپل فعاليت د قانون له مخې تنظيم کړي.
محسني زياته کړه: “له ښاغلو کانديدانو غواړو چې ټاکنيزو اصولو او هغو مقرراتو ته، چې په ټاکنو کې په پام کې نيول شوي، پابند واوسي؛ د قانون او ټاکنيزو اصولو خلاف فعاليت سره د ټولنې نظم خراب نه کړي، ترڅو د خلکو د شکايتونو او اعتراضونو لامل نه شي.”
دى وايي، که چېرې څوک د هغو کانديدانو په اړه شکايت وکړي، چې له وخت څخه وړاندې کمپاين کوي، نو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به ورسر “قانوني چلند” وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ کانديدانو ته دوه مياشتې او د ولايتي شوراګانو کانديدانو ته يوه مياشت د ټاکنيز کمپاين موده ټاکلې، چې يو يې د سلواغې او بل يې د کب په ١٣ مه پيلېږي او تر ټاکنو ٤٨ ساعته وړاندې پاى ته رسېږي.
ټاکل شوې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP